د خوست په موسا‌خېلو ولسوالی کې ۵۰ بزګرانو ته د املوکو بڼونو د جوړولو لپاره نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

mail-admin
Sun, Mar 15 2026 11:08 AM
د خوست په موسا‌خېلو ولسوالی کې ۵۰ بزګرانو ته د املوکو بڼونو د جوړولو لپاره نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یاد ریاست په چوکاټ کې د موسا‌خېلو ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې «یوان‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ او د «ویرو» مؤسسې په همکارۍ د یادې ولسوالی ۵۰ بزګرانو ته د املوکو بڼونو د جوړولو په موخه د نیالګیو او کرنیزو وسایلو وېش ترسره شو.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې پروژې د پلي کېدو لپاره له وړاندې د مستحقو بزګرانو سروې ترسره شوې وه او د بڼونو اړوند تخنیکي نقشې هم ترتیب شوې وې، څو یاد بزګران وکولای شي خپل بڼونه په منظم او معیاري ډول جوړ کړي.
د همدې لړۍ په دوام، هر بزګر ته د نیم جریب بڼ د جوړولو لپاره ۴۰ د املوکو نیالګي ورکړل شول، چې په ټولیز ډول دوه زره  د املوکو نیالګي وېشل شوي دي.
همدارنګه بزګرانو ته د بڼوالۍ د چارو د اسانتیا لپاره اته  ډوله بېلابېل کرنیز وسایل هم ووېشل شول، چې په کې بیلچه، کلنګ، رمله، آبپاش، ریګه، سطل، محافظتي اله او د سبزیجاتو یو ډول تخمونه شامل وو.
سربېره پر دې، ګډونوالو بزګرانو ته د نیالګیو د سمې کرنې، ساتنې او پالنې په اړه لازم روزنیز معلومات وړاندې شول او په عملي ډول ورته د نیالګیو د کېنولو طریقه هم ور وښودل شوه، څو وکولای شي خپل بڼونه په سمه او معیاري توګه جوړ او مدیریت کړي.


توزیع نهال و وسایل زراعتی برای ساخت باغ‌های املوک به ۵۰ دهقانان در ولسوالی موساخیل خوست
۲۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست اعلام کرد که در چارچوب این ریاست و تحت نظارت مدیریت عمومی امور زراعتی ولسوالی موساخیل، با حمایت مالی برنامه توسعه ملل متحد و همکاری مؤسسه «ویرو»، به ۵۰ دهقانان ولسوالی موساخیل نهال‌ها و وسایل زراعتی برای ساخت باغ‌های املوک توزیع شد.
مسئولان ریاست زراعت خوست گفتند که برای اجرای این پروژه، پیش از آن یک بررسی برای شناسایی دهقانانان مستحق انجام شده و نقشه‌های فنی مربوط به باغ‌ها نیز تهیه گردیده است تا دهقانانان بتوانند باغ‌های خود را به صورت منظم و استندرد بسازند.
در این برنامه، به هر دهقانان برای ساخت نیم جریب باغ، ۴۰ نهال املوک داده شد که در مجموع ۲۰۰۰ نهال توزیع شد. همچنین، هشت نوع ابزار زراعتی برای تسهیل امور باغداری در اختیار دهقانانان قرار گرفت که شامل بیلچه، کلنگ، رمله، آب‌پاش، ریگه، سطل، ابزار حفاظتی و یک نوع بذر سبزیجات بود.
علاوه بر این، به دهقانانان شرکت‌کننده آموزش‌های لازم در زمینه کاشت، نگهداری و مراقبت از نهال‌ها ارائه شد و روش عملی کاشت نهال‌ها نیز به آن‌ها نشان داده شد تا بتوانند باغ‌های خود را به صورت صحیح و استاندارد بسازند و مدیریت کنند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS