د پکتیا ډنډ پټان کې پر ۱۲۵ بېوزله کورنیو د هګیو چرګانو د وېش لړۍ پیل شو

content_admin
Sat, Jan 25 2020 1:23 PM
 د پکتیا ډنډ پټان کې پر ۱۲۵ بېوزله کورنیو د هګیو چرګانو د وېش لړۍ پیل شو

۵ سلواغه ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د بېوزله کورنیو د ملاتړ په لړ کې داځل د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پر ۱۲۵ بېوزله کورنیو د ۱۲ زره او ۵۰۰ هګیو چرګانو د وېش لړۍ پیل شو.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وایي، چې پر دغو۱۲۵ بېوزله کورنیو ۱۲ زره او ۵۰۰ قطعې د هګیوچرګان، د چرګانو خوراکي توکي، واکسینونه، درمل او نور اړین توکي وېشل کیږي. ښاغلی مومند وویل، چې دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د پکتیا ولایت د ډنډه پټان ولسوالۍ ۱۲۵ بېوزله کورنیو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ د هګیو چرګان، د چرګانو ۶۰۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي، ۱۵ متره سیمې جال، چرګانو لپاره د خوراکي توکو لوښې، د چرګانو درې ځلې واکسین او لازمو در ملو ترڅنګ د چرګانو د ساتنې او پالنې په پار لازمې روزنې هم ورکول کیږي.
ددې پروژې پلي کولو څخه موخه په پکتیا ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول، د کورنیو د خوړو خوندیتوب او له دې لارې د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړ تیا ده.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS