نورستان کې بڼوالو ته د قدرتي سرچینو ساتنې او د نیالګیو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه
۲۰ کب ۱۴۰۴ه.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالو د وړتیا لوړولو او د قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه بڼوالو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړې ده.
ددې روزنې په ترڅ کې کې شاوخوا ۸۰ تنو بڼوالو ته د قدرتي سرچینو د ساتنې، د نیالګیو د کېنولو او د هغو د پالنې په برخه کې مسلکي او فني روزنه ورکړل شوه، څو بڼوال وکولای شي د ونو د سمې روزنې او ساتنې له لارې د خپلو بڼونو حاصلات زیات او د چاپېریال ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.
همدارنګه د کوشت کلي اړوند د مالدارۍ د مرکز د فعالولو په موخه د سیمې له خلکو سره د شورا ناسته هم ترسره شوه. په دې ناسته کې ګډونوالو ته د مالدارۍ د مرکز له وسایلو څخه د سمې او اغېزمنې استفادې په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د نورستان د کرنې ریاست چارواکي وایي، دا ډول فعالیتونه د بزګرانو او مالدارانو د وړتیاوو د لوړولو، د قدرتي سرچینو د ښه مدیریت او د کرنې او مالدارۍ د سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
