ننګرهار کې ١٧٨ مالدارانو ته حیواني خوراکه ووېشل شوه

mail-admin
Sun, Mar 08 2026 9:39 AM
ننګرهار کې ١٧٨ مالدارانو ته حیواني خوراکه ووېشل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د نه انلوس مؤسسې له لورې په سره رود، دره نور، بهسود او کامي ولسوالیو کې مالدارانو ته حیواني خوراکه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې هر مالدار ته ١٠٠ کیلو ګرامه حیواني خوراکه د څارویو د ښې تغذیي په موخه ورکړل شوي. نوموړې وویل، چې حیواني خوراکه هغو مالدارانو ته ورکړل شوه، چې څه موده مخکي د همدې مؤسسې لورې ورته د شېدو غواګاني ورکړل شوې وې.
ښاغلي محمد زیاته کړه، چې یادو مالدارانو ته د څارویو ساتلو، ناروغیو مخنیوي، محصولاتو راټولولو، حیواني خوراکي او نورو ګڼو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
د حیواني خوراکي د وېش موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او د کورنیو د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS