ننګرهار کې د چرګانو سکتور د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
Mon, Mar 02 2026 10:01 AM
ننګرهار کې د چرګانو سکتور د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار پولټري داکترانو ټولنې رییس داکتر حسیب الله تره کي او یو شمیر سوداګرو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره د چرګانو سکتور پیاوړتیا، خپلو لاسته راوړنو او شته ستونزو حل په موخه ناسته ترسره کړه.
د پولټري داکترانو ټولنې رییس داکتر حسیب الله تره کی وویل، چې د چرګانو سکتور کې یوه لویه ستونزه د یو ورځنیو با کیفیته چرګوړو او درملو کمښت دي.
نوموړي د ننګرهار د کرنې رییس څخه غوښتنه وکړه، چې په اوس وخت کې ورته د بهرنیو هېوادونو څخه دباکیفیته درملو او یو ورځنیو چرګوړو واردولو زمینه برابره کړي.
همدارنګه داکترانو ټولنې رییس زیاته کړه، چې هره میاشت لسګونو وترنر داکترانو ته د چرګانو سکتور په بېلا بېلو برخو کې روزنه ورکوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد راغلو مسولینو ته د پوره همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.ښاغلي محمد زیاته کړه د یادې ستونزې حل لپاره به یاد موضوع  دکرنې وزارت مشرتابه سره هم شریک کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS