د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

mail-admin
Tue, Feb 24 2026 10:22 AM
د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه پروژه د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست له خوا پلي کېږي، چې موخه یې د شنوخونو ترویج او دغه راز د سبو تولید دي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې دغه شنې خونې به ډېر ژر د کرنیزو محصولاتو د کر لپاره چمتو شي، چې په کې به د بېلابېلو سبو لکه رومي بانجان، بادرنګ، ټنډی، پالک، کدوګک، مولي سورخک، پیاز، بنډی، ګشنیز، ریحان ،ګازرې او مرج تخمونه وکرل شي.
د شنو خونو جوړول د اقلیم د بدلون له ګواښونو سره د مبارزې، د سبو تولید د زیاتوالي، او د کروندګرو د عوایدو د لوړولو په موخه ترسره کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شنو خونو د جوړولو بهیر ته جدي پاملرنه کوي، څو بزګران وکولای شي په بېلابېلو فصلونو کې کرنه ترسره کړي او د بازار اړتیاوې پوره کړي.


در ریاست زراعت ولایت میدان وردک کار ساخت سبزخانه‌ها آغاز شد
۵ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک، کار ساخت سبزخانه‌ها در این ریاست آغاز گردیده است.
این پروژه از سوی ریاست زراعت ولایت میدان وردک تطبیق می‌شود که هدف آن ترویج سبزخانه‌ها و همچنان افزایش تولید سبزیجات می‌باشد.
مسوولان ریاست زراعت این ولایت می‌گویند که این سبزخانه‌ها به زودی برای کشت محصولات زراعتی آماده خواهد شد و در آن انواع سبزیجات مانند رومی‌بانجان، بادرنگ، شلغم، پالک، کدو، مولی سرخ، پیاز، بامیه، گشنیز، ریحان، زردک و مرچ کشت خواهد شد.
ساخت سبزخانه‌ها به هدف مقابله با تهدیدات تغییر اقلیم، افزایش تولید سبزیجات و بلند بردن عواید دهقانان انجام می‌شود.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به روند ساخت سبزخانه‌ها توجه جدی دارد تا دهقانان بتوانند در فصل‌های مختلف به کشت و زرع پرداخته و نیازهای بازار را تأمین کنند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS