فراه او هلمند ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ له شرکتونو او ټولنو څخه د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

qiam_amin
Sat, Jan 24 2026 11:55 AM
فراه او هلمند ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ له شرکتونو او ټولنو څخه د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست یو پلاوی د دغه ریاست د رییس قاري محمد اکبر امیني په مشرۍ، په فراه او هلمند ولایتونو کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د تولیدي شرکتونو، کوپراتیفونو او فعالو کرنیزو ټولنو د لیدنې په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې په هلمند او فراه ولایتونو کې د چرګانو د روزنې ټولنې، د اوړو مېل، د کبانو د روزنې اتحادیې، د چرګانو د روزنې ټولنې، د اصلاح شوو تخمونو د تولید شرکت، د عینزي کرنیز کوپراتیف، د چهارباغ اتحادیه، د نیالګیو روزونکو ټولنه او د شاتو فارم څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنو پر مهال، پلاوي د شرکتونو او ټولنو له فعالیتونو او موخو سره د بلدتیا تر څنګ، د هغوی ستونزې واورېدې او د چارو د ښه‌والي او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د تولید په برخه کې د پانګونې د تشویق لپاره یې لازمې مشورې وړاندې کړې. همدارنګه، هغوی ته د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ او همکارۍ ډاډ هم ورکړل شو.

دغه اقدام په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا او د متشبثینو د ځان‌بسیاینې د لارې د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS