دمیدان وردګو ولایت د کرنې ریاست کې د کمپوسټ سرې جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Wed, Jan 14 2026 3:39 PM
دمیدان وردګو ولایت د کرنې ریاست کې د کمپوسټ سرې جوړولو چارې پیل شوې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست اړوند دکرنیزو چارو آمریت دتعمیر شاوخوا د پاک کاری چارې پیل او تر څنګ یې دیاد آمریت دبڼونو لپاره د کمپوسټ سرې جوړولو لپاره ځمکه انتخاب شوه.
 په دې ریاست کې د کمپوسټ جوړولو چارې پیل شوې، تر څو په بڼونو کې د هرزه ګیاوو، پاتې شونو او نور هغه ضایعات چې ناروغۍ خپروی مخه نیول شوې وي او دغه راز  دمیدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست د بڼونو لپاره دکمپوسټ سرې چمتو شی، چې ورسته به بزګرانو ته کمپوسټ سرې هم وړاندې شي. 
د میدان وردګو لایت دکرنې ریاست پلان لري، چې دمیدان وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې به دکمپوسټ سرې دجوړولو پروسه ترسره کړي اوددې ترڅنګ به په هره ولسوالی کې بزګرانو ته د کمپوسټ سرې دجوړولو په هکله اړین معلومات ورکړل شي، ترڅود ولسوالیو دکرنیزو خدمتونومدیریتونو کې هم دبڼونو لپاره د کمپوسټ سرې دجوړولو لپاره عملاً اقدام ترسره شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS