د روزګان دکرنې رییس د نړۍوال سوداګریزې ادارې چارواکو سره د نړۍوال بازارموندې پر امکاناتو خبرې وکړې
۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عطاءالله راشد د نړۍوال سوداګریزې ادارې «یو.ان.ای.ټي.سي» چارواکو سره د نړۍوال بازارموندې پر امکاناتو خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې لومړی مولوي عطاءالله راشد راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی هرکلی یې وکړ. ورپسې د «یو.ان.ای.ټي.سي» پلاوي د مننې ترڅنګ د خپل سفر موخه شریکه کړه او ویې ویل، چې غواړي د روزګان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نړۍوال تجارت زمینه برابره کړي. د هغوی په وینا، روزګان ته د سفر اصلي موخه یې د کرنیزو محصولاتو کچه له نږدې څېړل او د وچو مېوو لکه انځر، شکرپارې او بادامو، او همدارنګه د تازه مېوو لکه انارو او مڼو کلني ارقام معلومول دي، تر څو د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
په همدې حال کې، د روزګان د کرنې رییس مولوي عطاءالله راشد د روزګان د کرنیزو محصولاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د مرکز او ولسوالیو په کچه به د محصولاتو تفصیلي ارقام د جدول په بڼه له یاد پلاوي سره شریک کړي، څو د نړۍوالو بازارونو لپاره د صادراتو د پراختیا زمینه برابره شي.
