کندهار کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو معیاري چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Tue, Jan 13 2026 10:04 AM
کندهار کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو معیاري چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د اوبو د زېرمو پیاوړتیا، د وچکالۍ اغېزو کمولو او د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه، د کرنې وزارت د نویو اوبو ساتونکو پروژو پلي کولو ته دوام ورکړی دی.
په همدې لړ کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار ولایت په لوړ شاولیکوټ ولسوالی کې د مزار بابا د وچ باغتو په سیمه کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یو معیاري چکډېم تر جوړېدو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دکندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وایي، یاد چکډېم ۳۶ متره اوږدوالی او ۱۰.۵ متره لوړوالی لري او په یوه وخت کې د ۲۰ زره څخه تر ۳۰ زره متره مکعب پورې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه چکډېم د جوړېدو موخه د باراني سېلابونو د اوبو مهار، د وچکالۍ سره مبارزه، په سیمه کې د کرنې او مالدارۍ لپاره د اوبو برابرول، د سیمه‌ییزو خلکو ملاتړ او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول دي.
د یادونې وړ ده، چې دا چکډېم په داسې حال کې جوړ شوی چې د کندهار د کرنې ریاست دا مهال د اوبو د کمښت او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه، د بزګرانو، مالدارانو او سیمه‌ییزو خلکو د اوبو ستونزو د راکمولو لپاره په ژړۍ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو کې د دوو نورو چکډېمونو د جوړولو چارې هم روانې کړې دي او هڅه کوي د اوبو ستونزې تر ډېره حده راکمې کړي.


یک چک‌دم معیاری به ارزش ۲.۱ میلیون افغانی در کندهار به بهره‌برداری سپرده شد
۲۳ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
به منظور تقویت ذخایر آب، کاهش پیامدهای خشک‌سالی و رشد زراعت و مالداری، وزارت زراعت به تطبیق پروژه‌های جدید حفاظت و مدیریت آب ادامه داده است.
در همین راستا، یک چک‌دم معیاری به ارزش ۲.۱ میلیون افغانی که از بودجه انکشافی وزارت زراعت و تحت رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار در ساحه باغ‌های خشک مزار بابا، ولسوالی شاولیکوت علیای ولایت کندهار اعمار شده بود، پس از تکمیل کار، طی مراسم ویژه‌ای به بهره‌برداری سپرده شد.
انجینر نورمحمد همکار از آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت کندهار اظهار داشت که این چک‌دم ۳۶ متر طول و ۱۰.۵ متر ارتفاع دارد و توانایی ذخیره‌سازی هم‌زمان ۲۰ تا ۳۰ هزار متر مکعب آب را دارا می‌باشد.
به گفته وی، هدف از اعمار این چک‌دم مهار آب‌های سیلابی ناشی از بارندگی، مبارزه با خشک‌سالی، فراهم‌سازی آب برای زراعت و مالداری در منطقه، حمایت از باشندگان محل و بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی است.
قابل یادآوری است که این چک‌دم در حالی به بهره‌برداری سپرده شده که ریاست زراعت کندهار هم‌اکنون در راستای مبارزه با کمبود آب و خشک‌سالی، کار ساخت دو چک‌دم دیگر را در ولسوالی‌های ژړۍ و شاولیکوت سفلی آغاز کرده و تلاش دارد مشکلات آبی دهقانان، مالداران و باشندگان محل را تا حد امکان کاهش دهد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS