د غزني دکرنې رییس د کوچیانو له قومي مشرانو سره لیدنه وکړه
۳ مرغومې ۱۴۰۴ه.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د دې ریاست په مقر کې، د کوچیانو له یو شمېر قومي مشرانو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل لپاره، د اقوامو او قبایلو چارو رییس په شتون کې، لیدنه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د غزني دکرنې رییس د کوچیانو مشرانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې الحمد لله د کرنې ریاست چارې په ټول ولایت کې منظمې روانې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د مالدارۍ په برخه کې هم جدي پاملرنه روانه ده، او د کوچیانو ستونزو ته به هر اړخیزه رسیدنه وشي.
ورپسې د غزني ولایت د اقوامو او قبایلو چارو رییس خبرې وکړې او د کوچیانو اړوند موضوعاتو ته د رسیدنې ډاډ یې ورکړ.
په پای کې، د کوچیانو له خوا یو استازی خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې مسؤلینو ورته د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.
