د ودانیزو پروژو د ارزونې په پار شمال او شمال‌ختیځو ولایتونو ته د کرنې وزارت د تخنیکي پلاوي سفر

mail-admin
Wed, Dec 24 2025 11:08 AM
سفر هیئت تخنیکی وزارت زراعت برای بررسی پروژه‌های ساختمانی در ولایات شمال و شمال‌شرق

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي د ودانیزو پروژو د فزیکي پرمختګ د ارزونې او د دغو پروژو د تطبیق پر مهال د ټولنیزو ستونزو د څېړنې او حل په موخه د بغلان، کندز، فاریاب او بلخ ولایتونو ته سفر وکړ.
یاد پلاوی چې مشري یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تهیې او تدارکاتو رییس مولوي عبدالمجید مبارک کوي، دنده لري څو د پروژو د تطبیق بهیر له نږدې وڅاري، د فزیکي پرمختګ کچه وارزوي، په سیمو کې شته ټولنیزې ستونزې وڅېړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.
د دې سفر اساسي موخه د پروژو معیاري تطبیق، د تطبیقي بهیر چټکتیا، د بودجې پر وخت او اغېزمن مصرف، او د هغو خنډونو مخنیوی دی، چې د بنسټیزو پروژو د تطبیق بهیر له ستونزو سره مخ کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت د لارښوونو سره سم دې د بیت‌المال په مصرف کې بشپړه شفافیت مراعات شي او پروژې دې د ټاکل شوي عملي پلان او معیارونو پر بنسټ تطبیق شي.
د دغو څارنو له لارې هڅه کېږي، څو په یادو ولایتونو کې کرنیز خدمتونه لا اغېزمن او د ښه کیفیت په بڼه وړاندې شي.
د دې سفر په ترڅ کې، تخنیکي پلاوي د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست مولوي شاه محمود ترابي سره ولیدل او د مرکزي بغلان ولسوالی کې یې د پروژو د عملي چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS