روزګان ولایت کې د یوریا سپرې او د مور پتدار پر وړاندې میخانیکي مبارزې کمپاین پیل شو

mail-admin
Wed, Dec 10 2025 9:54 AM
روزګان ولایت کې د یوریا سپرې او د مور پتدار پر وړاندې میخانیکي مبارزې کمپاین پیل شو

د روزګان په ولایت کې د یوریا سپرې او د «مور پتدار» آفت پر وړاندې ځانګړی میخانیکي کمپاین رسمي ډول پیل شو. یاد پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان پر اساس، د مولوي عطاءالله راشد د کرنې رییس په هدایت او همکارۍ چې د ولسوالی په کچه بايد عملي شي.
په دې کمپاین کې د نباتاتو ساتنې مسلکي کارکوونکي بڼوالو ته د یوریا سپرې د سم استعمال عملي روزنه او د آفتونو او نباتي ناروغیو د میخانیکي مبارزې طریقې ورښيي، څو د دوی تخنیکي وړتیا د آفتونو د پېژندلو او کنټرول په برخه کې لوړه شي.
ټاکل شوې چې یاد کمپاین به په څو ولسوالیو کې پلی شي او له ۳۰۰ څخه ډېر بڼوال به د مسلکي زده کړو څخه ګټه ترلاسه کړي. همدارنګه، د کمپاین په جریان کې به په زياته اندازه میوه لرونکي ونې د وقایوي تدابیرو لاندې راوستل کېږي، څو له آفتونو او بېلابېلو نباتي ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.
دا پروګرام به ۲۰ ورځې دوام وکړي او د بوټو ساتنې تخنیکي ټیمونه به د باغونو په ساحه کې په حضوري ډول د روزنې او عملي مبارزې کارونه تر سره کوي.
د کمپاین اساسي موخې د بڼوالو د پوهاوي لوړول، د آفتونو او ناروغیو له امله د زیانونو کمول، د باغونو ساتنه او د حاصلاتو زیاتوالی دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS