کندز ولایت کې د یوریا سپرې او د مور پتدار پر وړاندې میخانیکي مبارزې کمپاین پیل شو
۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز په ولایت کې د یوریا سپرې او د «مور پتدار» آفت پر وړاندې ځانګړی میخانیکي کمپاین پیل شو. یاد پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان پر اساس، د امام صاحب ولسوالۍ په کچه عملي شوی دی.
په دې کمپاین کې د بوټو ساتنې مسلکي کارکوونکي بڼوالو ته د یوریا سپرې د سم استعمال عملي روزنه او د آفتونو او نباتي ناروغیو د میخانیکي مبارزې طریقې ورښيي، څو د دوی تخنیکي وړتیا د آفتونو د پېژندلو او کنټرول په برخه کې لوړه شي.
ټاکل شوې چې یاد کمپاین به په څلورو ولسوالیو کې پلي شي او له ۳۰۰ څخه ډېر بڼوال به د مسلکي زده کړو څخه ګټه ترلاسه کړي. همدارنګه، د کمپاین په جریان کې نږدې ۵۰ زره مېوه لرونکي ونې د وقایوي تدابیرو لاندې راوستل کېږي، څو له آفتونو او بېلابېلو نباتي ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.
دا پروګرام به ۲۰ ورځې دوام وکړي او د بوټو ساتنې تخنیکي ټیمونه به د بڼونو په ساحه کې په حضوري ډول د روزنې او عملي مبارزې کارونه تر سره کوي.
د کمپاین اساسي موخې د بڼوالو وړتیاوې لوړول، د آفتونو او ناروغیو له امله د زیانونو کمول، د بڼونو ساتنه او د حاصلاتو زیاتوالی دي.
