غزني کې د کانګوتبې د مخنیوي په پار د کنه‌وو ضد کمپاین پيل شو

mail-admin
Sat, Dec 06 2025 10:20 AM
غزني کې د کانګوتبې د مخنیوي په پار د کنه‌وو ضد کمپاین پيل شو

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د خطرناکې ساري ناروغۍ «کانګو تبې» د خپرېدو د مخنیوي په موخه، د کنه‌وو او سپږو ضد دواګانو د تطبیق پروګرام د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له‌خوا د ساحوي وترنر ډاکترانو په همکارۍ رسماً پیل شو.
په دې پروسه کې پر څارویو لکه غویانو، وزو او پسونو ځانګړې دوا «سایپرمترین» تطبیق شوه، څو هغه کنه‌وې له منځه ولاړې شي چې ډېری وخت د کانګو خطرناک ویروس د انتقال لامل ګرځي.
یاد فعالیت د غزني مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ترسره شوه، او د ګڼ شمېر څارویو درملنه په بشپړه توګه وړیا ترسره شوې ده. سربېره پر دې، مالدارانو ته د ناروغۍ د نښو، خطرونو او د وقایې د مهمو لارو چارو په اړه پوهاوی هم ورکړل شو.
د پروګرام اساسي موخې د خلکو د عامې روغتیا خوندیتوب، د انسان او حیوان ترمنځ د انتقالېدونکو ناروغیو مخنیوی او د مالدارانو د پوهاوي د کچې لوړول دي.
د غزني د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي، چې دغه پروګرام به په دوامداره ډول روان وي، ترڅو د غزني ولایت ټولې اړوندې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.


آغاز کمپاین تطبیق دواهای ضد کنه برای جلوگیری از تب کانگو در غزنی
۱۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در شماری از ولسوالی‌های ولایت غزنی، برنامه تطبیق دواهای ضد کنه و سپ‌ژو به هدف جلوگیری از انتشار بیماری خطرناک و ساری «تب کانگو» از سوی آمریت مالداری و صحت حیوانی، با همکاری داکتران وترنری ساحوی رسماً آغاز شد.
در جریان این برنامه، بالای حیواناتی مانند گاوها، بزها و گوسفندها دواهای مخصوص «سایپرمترین» تطبیق گردید تا کنه‌هایی که در بسیاری موارد عامل انتقال ویروس خطرناک کانگو می‌باشند، از بین برده شوند.
این فعالیت در مرکز غزنی و شماری از ولسوالی‌ها اجرا شد و درمان شمار زیادی از حیوانات به‌گونه کاملاً رایگان انجام گرفت. افزون بر این، به مالداران در رابطه به نشانه‌ها، خطرات و راه‌های مهم وقایه از این بیماری آگاهی لازم داده شد.
هدف اساسی این برنامه، حفاظت از صحت عامه مردم، جلوگیری از بیماری‌های قابل انتقال میان انسان و حیوان، و بلند بردن سطح آگاهی مالداران عنوان گردیده است.
مسئولان ریاست زراعت غزنی می‌گویند که این برنامه به گونه دوامدار ادامه خواهد یافت تا همه مناطق مربوط این ولایت تحت پوشش قرار گیرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS