د کرنې وزارت لخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
Thu, Dec 04 2025 1:27 PM
د کرنې وزارت لخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مالي او اداري رییس مولوی عبدالله محمدي ګډون درلود، د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې په وړانديزونو او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لخوا يادې ادارې ته په اروزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار کې په درې جريبه ځمکه باندې د اداري تعمير د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې مالي او اداري رييس مولوي عبدالله محمدي ترمنځ لاسلیک شو.

واگذاری زمین از سوی وزارت زراعت به اداره ملی مبارزه با حوادث طبیعی
۱۳ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمادَى‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی سید محمد سعید، رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی، و مولوی عبدالله محمدی، رئیس مالی و اداری اداره ملی مبارزه با حوادث طبیعی، حضور داشتند، یک قطعه زمین از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به اداره مبارزه با حوادث طبیعی واگذار گردید.
این زمین بر اساس پیشنهادات اداره مبارزه با حوادث طبیعی و به حکم امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی)، از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت در ولایت روزگان، شهر ترینکوت، به مساحت سه جریب برای ساخت تعمیر اداری، به اداره مذکور انتقال داده شد.
سند رسمی انتقال زمین میان مولوی سید محمد سعید، رئیس انتقال و توزیع زمین‌های وزارت زراعت، و مولوی عبدالله محمدی، رئیس مالی و اداری اداره ملی مبارزه با حوادث طبیعی، به امضا رسید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS