فاریاب کې د څاڅکو اوبولګولو پروژه او د بدیل معیشت کمپاین پرانیستل شو
۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د بدیل معیشت د پوهاوي پروګرام او «په څاڅکي سیستم د مثمرو بڼونو د ترویج» پروژې د پرانیستې مراسم ترسره کړل.
یاد مراسم د ملکي او نظامي ادارو د رییسانو، د کرنې سکتور د مسئولینو، د علماوو د شورا استازو، بڼوالو او یو شمېر متنفذینو په ګډون ترسره شول.
دغه پروژه، چې لګښت یې لس میلیونه افغانۍ ده او د کرنې وزارت د بدیل معیشت ریاست له بودجې څخه تمویلېږي، د فاریاب په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۹۲ قطعو ګیلاسو مثمرو بڼونو د جوړولو او پراختیا طرحه لري. دغه باغونه د څاڅکي اوبولګولو او لمریز سیستمونو سره سمبال دي. د پروژې موخه د بزګرانو د مخدره بوټو له کر څخه د وابستګۍ کمول، دوامداره کارموندنه رامنځته کول او د بڼوالۍ تولیدات زیاتول دي.
په مراسمو کې د فاریاب د کرنې ریاست مسئولانو او د ولایت مقام استازو د بدیل معیشت پر اهمیت، د اوبو په سپما او د بزګرانو په دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ. همدارنګه، یوه بڼوال د بزګرانو په استازیتوب له دغې پروژې د مننې تر څنګ په ولایت کې د معیاري سړو خونو د جوړولو او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د کرنې وزارت چارواکو هم ژمنه وکړه، چې د بدیل معیشت اغېزمن پروګرامونه به په نورو ولایتونو کې هم دوام وکړي، څو بزګرانو ته د حلال او پایدارې معیشت زمینه برابره شي.
