کندهار کې د چرګانو پالنې په صنعت کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه؛ د هېواد د چرګانو پالنې سکټور د ځان بسیاینې او دې په لور مهم ګام
۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې د دغه ولایت یو پانګهوال بلال احمد له لوري د چرګانو پالنې په صنعت کې له ۱۵۰ میلیونه ډالرو زیاته پانګونه شوې ده. دا ستره پانګونه چې د «داوي ضیا» په شرکت کې ترسره شوې، د غوښینو چرګانو، چرګوړو، هګۍ او دانې د تولید فارمونه پکې شامل دي، او دا مهال یې له ۲۵۰۰ څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، د یاد شرکت د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پانګهوالو سره د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې هر اړخیز ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه، چې دکرنې وزارت لېوالو پانګهوالو لپاره د ځمکې برابرول، تخنیکي چوپړتیاوو، او د هېواد د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق له لارې د اسلامي تمویل اسانتیاوې برابروي.
د بلال احمد په وینا، د داوي ضیا شرکت دا مهال د کندهار د چرګانو محصولاتو شاوخوا ۵۰ سلنه اړتیا پوره کوي، او تولیدات یې د هېواد ۳۴ ولایتونو له ډلې کابل، بلخ، ننگرهار او هرات ته صادرېږي. هغه وویل، چې د «داوی ضیا» شرکت د ارغنداب ولسوالی او د کندهار ښار په کچه ۲۵ فارمونه لري. نوموړي دغه راز وویل، چې یاد شرکت د چرګ پالنې په ټولو برخو کې له ډلې د هګیو تولید، د چرګوړو پالنې، د خوراکي موادو برابرولو، تر د چرګ د غوښې تولید پورې فعالیت لري، او د هېواد له بېلابېلو فارمونو سره همکاري کوي، څو د چرګانو د محصولاتو او تولیداتو کیفیت او معیار لوړ کړي.
بلال احمد وویل: «۲۰ کاله کېږي چې په دې برخه کې فعالیت لرو. له لږې پانګې مو پیل وکړ، او نن له ۴۰۰ زرو څخه ډېر چرګان په خپلو فارمونو کې روزو او هره ورځ زرګونه هګۍ تولیدوو. زموږ موخه دا ده، چې افغانستان په د چرګانو پالنې په صنعت کې پر ځانبسیا شي.»
هغه له نورو پانګهوالو هم وغوښتل، چې له اوسني امن چاپېریال او مناسبو فرصتونو څخه ګټه واخلي او د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې پانګونه وکړي. د ده په وینا، د دولت همکاري او د امنیت ټینګښت د دې لامل شوی، چې په هېواد کې د دې صنعت د لا پراختیا زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې، د کرنې وزارت ویاند د چرګانو د سکتور ودې او ځان بسیاینې ته د کرنې وزارت د ځانګړې پاملرنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کرنې وزارت د ملاتړ او د پانګونې د فرصتونو د برابرولو له امله، د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې د چرګانو د فارمونو شمېر له ۳۵۰۰ فارمونو څخه ۱۵ زره فارمونو ته لوړ شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی، چې د چرګ پالنې او نورو کرنیزو سکتورونو د ودې او ځانبسیا په موخه له ملي پانګهوالو سره هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي، څو افغانستان په نږدې راتلونکي کې د خوړو په برخه کې بشپړه ځانبسیاینې ته ورسېږي.