د کندهار درو ولسوالیو کې پر ۷۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Sun, Nov 09 2025 8:57 AM
د کندهار درو ولسوالیو کې پر ۷۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په درو ولسوالیو کې پر څه باندې ۷۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا مرسته د خاکریز، ارغستان او غورک ولسوالیو اړمنو بزګرانو ته د کرنې د پرمختګ او د هغوی د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده. له دې مرستې څخه ۳۲۳ تنه د خاکریز، ۲۵۰ تنه د ارغستان او ۱۹۰ تنه د غورک ولسوالۍ بزګران برخمن شوي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره کیمیاوي سره، ۵۰ کیلو سپینه سره، یوه بیلچه او د کتاري کرنې لپاره یو رجه ورکړل شوی دی. د مرستو د عادلانه وېش، روڼتیا او وړ بزګرانو د ټاکنې لپاره یوه ګډه کمېټه هم جوړه شوې وه، چې د نوم‌لیکنې وروسته مرستې مستحقو کسانو ته ووېشل شوې.
د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، تر مرستې وړاندې بزګرانو ته د غنمو د کرنې، اوبولګولو، کیمیاوي سرو د استعمال، کتاري کرنې او نوې میتودونو په اړه عملي روزنه ورکړل شوې ده.
د هالنډ کمېټې مسؤل انجنیر محمد سلیم پوپل وویل، چې د غنمو یاد اصلاح شوي تخم د ننداریزو کروندو په موخه ورکول شوی، تر څو بزګران وکولای شي د اصلاح شوو تخمونو د کرنې نوې لارې چارې زده کړي. د ده په وینا، پر ۱۰۰۰ متره مربع ځمکه به په کتاري او پر ۳۰۰۰ متره مربع ځمکه به په پاشلي ډول کرنه ترسره شي.
د دغه پروګرام موخه په کندهار کې د اصلاح شوو تخمونو د کارونې فرهنګ ته وده ورکول، د اړمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ، له کمې ځمکې څخه زیات حاصل ترلاسه کول او د بزګرانو د تولیدي ظرفیت لوړول بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د کرنې وزارت په مالي ملاتړ او د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ، ۳۰ تنه بزګرانو ته د ننداریزو کروندو لپاره ورته مرستې وېشل شوې وې، تر څو د اصلاح شوو تخمونو د کرنې پایلې له وزارت سره شریکې کړي.


در سه ولسوالی ولایت قندهار برای ۷۶۳ دهقان تخم اصلاح‌شدهٔ گندم و کودهای کیمیاوی توزیع شد
۱۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت قندهار با تلاش خود و به حمایت مالی دفتر مبارزه با جرایم و مواد مخدر سازمان ملل متحد (UNODC) و با همکاری تخنیکی کمیتهٔ هالند، برای بیش از ۷۶۳ دهقان در سه ولسوالی این ولایت تخم اصلاح‌شدهٔ گندم و کودهای کیمیاوی توزیع کرده است.
بر اساس معلومات ریاست زراعت قندهار، این کمک به هدف رشد زراعت و تقویت وضعیت اقتصادی دهقانان نیازمند در ولسوالی‌های خاکریز، ارغستان و غورک صورت گرفته است. از این کمک ۳۲۳ دهقان در ولسوالی خاکریز، ۲۵۰ دهقان در ارغستان و ۱۹۰ دهقان در غورک مستفید شده‌اند.
در چوکات این کمک، برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شدهٔ گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه، ۵۰ کیلوگرام کود سفید، یک بیلچه و یک رجه برای کشت قطاری توزیع شده است. برای اطمینان از توزیع عادلانه، شفافیت و انتخاب دهقانان واجد شرایط، یک کمیتهٔ مشترک ایجاد شده بود که پس از ثبت‌نام، کمک‌ها را به مستحقین توزیع کرده است.
به گفتهٔ مسئولان ریاست زراعت قندهار، پیش از توزیع کمک‌ها، دهقانان در زمینهٔ کشت گندم، آبیاری، استفاده از کودهای کیمیاوی، کشت قطاری و روش‌های نوین زراعتی آموزش عملی دیده‌اند.
انجنیر محمد سلیم پوپل، مسئول کمیتهٔ هالند گفت که تخم اصلاح‌شدهٔ گندم به هدف ایجاد کرت‌های نمایشی توزیع شده است تا دهقانان با روش‌های جدید کشت تخم‌های اصلاح‌شده آشنا شوند. به گفتهٔ وی، در یک هزار متر مربع زمین به‌صورت قطاری و در سه هزار متر مربع زمین به‌صورت پاششی کشت صورت خواهد گرفت.
هدف این برنامه ترویج فرهنگ استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده در قندهار، حمایت اقتصادی از خانواده‌های نیازمند، افزایش حاصل از زمین‌های کم و بالا بردن ظرفیت تولیدی دهقانان عنوان شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS