لغمان کې ۲۵۰ کورنیو ته د شېدو د پروسس توکو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Tue, Nov 04 2025 1:12 PM
لغمان کې ۲۵۰ کورنیو ته د شېدو د پروسس توکو وېش لړۍ پیل شوه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، دملګر ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت د مرکز مهترلام ۲۵۰ مالدارو کورنیو ته د شېدو د پروسس اړوند ۱۹ قلمه وسایلو د مرستو لړۍ پیل شوه.
په دغه مرسته کې هرې مستحقې کورنۍ ته د شېدو د لوشلو سطل، د شېدو ساتلو لپاره ډرم، د شېدو د اوبو معلومولو آله، جک، چرن ماشین، بورسونه، دست‌کشې، ډیټول صابون، چوکۍ، پرس ماشین او نور اړوند توکي ورکول کېږي.
د مرستو د وېش دغه لړۍ د لغمان د کرنې رییس امولوي عبدالستار محمد له‌خوا، د مالدارۍ او څارویو د روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده، د کرنیزو چارو آمر انجینر بریالی همدرد، د اقتصاد ریاست استازي او د نوي مشورتي او مرستندویه  مؤسسې مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه.
په همدې مهال د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د حیواني محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ په ارزښت خبرې وکړې او یاد وسایل یې د تولیداتو د ضایع کېدو د مخنیوي او د مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.
هغه زیاته کړه، په مرکز مهترلام کې هغه مالداران چې له دوه څخه تر څلورو پورې د شېدو غواګانې لري سروې شوي او د اړتیا پر بنسټ دغه مرستې ورته ووېشل شوې.
ښاغلي محمد له مستحقینو وغوښتل، چې له ورکړل شوو وسایلو څخه په سالم او معیاري ډول ګټه واخلي، تر څو د دوی د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه او د حیواني محصولاتو کچه لوړه شي.

در لغمان روند توزیع وسایل پروسس شیر برای ۲۵۰ خانواده آغاز شد
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
زیر چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان و با همکاری مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) و همکاری تخنیکی مؤسسه‌ی «نوی مشورتی و مرستندویه»، روند توزیع ۱۹ قلم وسایل مربوط به پروسس شیر برای ۲۵۰ خانواده‌ی مالدار در مرکز این ولایت، مهترلام، آغاز گردید.
در این کمک‌ها برای هر خانواده‌ی مستحق، سطل دوشیدن شیر، درم برای نگهداری شیر، آله‌ی اندازه‌گیری آب شیر، جک، ماشین چرن، برس‌ها، دست‌کش‌ها، صابون دیتول، چوکی، ماشین پرس و سایر وسایل مورد نیاز توزیع می‌شود.
مراسم آغاز این روند با حضور رئیس زراعت لغمان مولوی عبدالستار محمد، آمر مالداری و صحت حیوانی داکتر جوادالله علی‌زاده، آمر امور زراعتی انجینر بریالی همدرد، نماینده‌ی ریاست اقتصاد و مسئولان مؤسسه‌ی «نوی مشورتی و مرستندویه» برگزار شد.
در همین حال، مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت لغمان، در مورد اهمیت پروسس و بسته‌بندی محصولات حیوانی صحبت کرده و این وسایل را برای جلوگیری از ضایع شدن تولیدات و تقویت اقتصادی مالداران بسیار بااهمیت دانست.
او افزود که در مرکز مهترلام مالدارانی که از دو تا چهار گاو شیرده دارند، مورد سروی قرار گرفته و بر اساس نیاز این کمک‌ها برای آنان توزیع گردیده است.
آقای محمد از مستحقین خواست تا از وسایل توزیع‌شده به‌صورت سالم و معیاری استفاده کنند تا وضعیت اقتصادی خانواده‌های‌شان بهبود یابد و سطح تولیدات حیوانی افزایش پیدا کند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS