نورستان کې دکانګو تبې ساري ناروغۍ د مخنیوي کمپاين عملاً پيل شو

mail-admin
Sat, Oct 25 2025 10:01 AM
نورستان کې دکانګو تبې ساري ناروغۍ د مخنیوي کمپاين عملاً پيل شو

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې په مټ په نورستان ولايت کې د کانګو وينه‌بهېدونکې تبې ساري ناروغۍ د مخنيوي کمپاين عملي پړاو پيل کړ.
ياد کمپاين د نورستان د کرنې رياست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمريت له لوري پلي کېږي، چې موخه يې د مالدارۍ سکتور وده، د ساري ناروغيو مخنيوی او په راتلونکې کې د حيواني محصولاتو له اړخه يو بډای افغانستان درلودل دي.
د نورستان دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټر بختيار سعید د ياد کمپاين اړين وسايل او درمل د ساحوي خصوصي وترنر ډاکترانو ته وسپارل. دغه ډاکتران به په ميداني ډول د کانګو تبې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول چارې پر مخ وړي.
د کانګو تبې ناروغي له هغو خطرناکو ساري ناروغيو څخه ده، چې هم انسانانو او هم حيواناتو ته زيان رسوي. د ياد کمپاين د پيل سره به تمه وي، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيول شي او د مالدارۍ د ودې لپاره سالم چاپېريال رامنځته شي.


آغاز مرحله عملی کمپاین جلوگیری از بیماری ساری تب کانگو در نورستان
۳عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با استفاده از بودجه انکشافی، مرحله عملی کمپاین جلوگیری از بیماری ساری تب خون‌ریزی‌دهنده کانگو را در ولایت نورستان آغاز کرد.
این کمپاین از سوی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت ولایت نورستان تطبیق می‌شود که هدف آن رشد سکتور مالداری، جلوگیری از بیماری‌های ساری و ایجاد افغانستانی مرفه از نگاه تولیدات حیوانی در آینده می‌باشد.
داکتر بختیار سعید، آمر مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت نورستان، وسایل و داروهای مورد نیاز این کمپاین را به داکتران خصوصی وترنری ساحوی تسلیم نمود. این داکتران به گونه میدانی فعالیت‌های جلوگیری و کنترول بیماری تب کانگو را به پیش می‌برند.
بیماری تب کانگو از جمله بیماری‌های خطرناک ساری است که هم به انسان‌ها و هم به حیوانات آسیب می‌رساند. با آغاز این کمپاین امید می‌رود از گسترش این بیماری جلوگیری شده و برای رشد مالداری محیط سالم فراهم گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS