د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د انارو پر ۷۹ ډوله لابراتواري ازموینې ترسره شوې

mail-admin
Mon, Oct 20 2025 9:03 AM
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د انارو پر ۷۹ ډوله لابراتواري ازموینې ترسره شوې

۲۷ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم اړوند، د مېوو د څېړنې عمومي لابراتوار د متخصصونو له لوري د انارو پر ۷۹ ډوله لابراتواري ازموینې ترسره شوې، چې د یاد جوړ شوي کلکسیون په ترڅ کې د انارو بېلابېل بهرني او وطني ورایټۍ یو د بل سره وڅېړل شوې.
د مېوو څېړنیز لابراتوار مسؤل انجنیر محمود آغا وایي، چې په دې کلکسیون کې ۲۰ ډوله اسپانوي او ۵۹ ډوله وطني انارو ورایټي شاملې دي، چې لابراتواري ازموینې یې پیل شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د څېړنې پر مهال به د هر ډول ورایټي د ونې اندازه، د مېوې وزن، د دانو او پوستکي رنګ، خوږوالي کچه، تیزابیت (پي.اچ)، د حاصلاتو نیټه، د خاورې او هوا سره توافق، او د ساتلو موده وارزول شي.
د دې څېړنیز کلکسیون موخه دا ده، چې د کندهار د اقلیم لپاره تر ټولو اغېزمنې او مناسبې ورایټۍ وپېژندل شي او وروسته د بزګرانو او بڼوالو تر منځ د کرنې او بڼوالۍ د ودې لپاره معرفي شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې یاد لابراتواري ازموینه یوه میاشت وړاندې پیل شوې وه، چې اوس مهال یې ټولي لابراتواري ازموینې ترسره شوي او پایلي به یې نږدې وختونو کې د کرنې وزارت سره شریکي شي.


در فارم تحقیقاتی کوهکران ولایت قندهار بر ۷۹ نوع انار آزمایش‌های لابراتواری انجام شد
۲۷ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت قندهار، در چارچوب فارم تحقیقاتی کوهکران و توسط متخصصان لابراتوار عمومی تحقیقاتی میوه‌ها، آزمایش‌های لابراتواری بر ۷۹ نوع انار انجام شد که در جریان این مجموعه تحقیقاتی، انواع داخلی و خارجی انار با هم مورد مقایسه و بررسی قرار گرفتند.
انجنیر محمود آغا، مسئول لابراتوار تحقیقاتی میوه‌ها، گفت که در این مجموعه ۲۰ نوع انار اسپانیایی و ۵۹ نوع انار وطنی شامل است که آزمایش‌های لابراتواری آن آغاز شده است. او افزود که در جریان این تحقیقات، اندازه درخت، وزن میوه، رنگ دانه و پوست، میزان شیرینی، درجه اسیدی (pH)، زمان برداشت، سازگاری با خاک و اقلیم و مدت نگهداری هر نوع بررسی می‌شود.
هدف از این مجموعه تحقیقاتی آن است که مناسب‌ترین و مؤثرترین انواع انار برای اقلیم قندهار شناسایی و سپس برای رشد زراعت و باغداری میان دهقانان و باغداران معرفی گردد.
قابل ذکر است که این آزمایش‌های لابراتواری در فارم تحقیقاتی کوهکران حدود یک ماه پیش آغاز شده بود که اکنون تمامی آزمایش‌ها تکمیل گردیده و نتایج آن به زودی با وزارت زراعت شریک خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS