د خوست د جوارسل څېړنیز فارم لمریز سیسټم نصب او فعال شو

mail-admin
Thu, Oct 16 2025 11:33 AM
د خوست د جوارسل څېړنیز فارم لمریز سیسټم نصب او فعال شو

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د جوارسل څېړنیز فارم لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
یاد لمریز سیسټم د فارم د برېښنايي اړتیاوو د پوره کولو، د اوبو د پمپ کولو، د وسایلو د فعالېدو او د کرنیزو تجربو د ترسره کولو لپاره د لازمې اسانتیا برابرولو په موخه جوړ شوی دی. د دې سیسټم په فعالېدو سره به د فارم د فعالیتونو د دوام، موثریت او تولیدي ظرفیت په برخه کې څرګند مثبت بدلون راشي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري هڅه کوي، چې د کرنیزو چارو د متخصصینو او څېړنیزو فارمونو لپاره د لمریزې برېښنا په څېر عصري اسانتیاوې برابرې کړي، څو د علمي تجربو او کرنیزو فعالیتونو د پرمختګ زمینه نوره هم پراخه شي.
دغه اقدام د کرنې وزارت د همکارۍ او ملاتړ په چوکاټ کې ترسره شوی، ترڅو د څېړنیزو فارمونو د پایښت، عصري کېدو او کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا بهیر لا زیات پرمختګ ومومي.


نصب و فعال‌سازی سیستم برق آفتابی در فارم تحقیقاتی جوارسل خوست
۲۴ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست سیستم برق آفتابی را برای فارم تحقیقاتی جوارسل که مربوط به آمریت امور زراعتی این ریاست است، نصب و فعال نمود.
این سیستم آفتابی به هدف تأمین نیازمندی‌های برقی فارم، پمپاژ آب، راه‌اندازی تجهیزات و فراهم‌سازی سهولت‌های لازم برای اجرای تحقیقات زراعتی ایجاد گردیده است. با فعال‌شدن این سیستم، فعالیت‌های فارم در بخش دوام‌پذیری، مؤثریت و ظرفیت تولیدی به‌گونه چشم‌گیر بهبود خواهد یافت.
رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری خوست تلاش دارد تا برای متخصصان امور زراعتی و فارم‌های تحقیقاتی، سهولت‌های مدرن از جمله انرژی آفتابی فراهم سازد تا زمینه رشد تحقیقات علمی و فعالیت‌های زراعتی بیشتر توسعه یابد.
این اقدام در چوکات همکاری و حمایت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری انجام شده است تا روند پایداری، نوسازی و تقویت تحقیقات زراعتی در فارم‌های تحقیقاتی بیش از پیش گسترش یابد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS