د خوست دوو ولسوالیو کې د چرګانو ۲۶ فارمونه د فعالیت قانوني اجازه لیکونه تر لاسه کړل

mail-admin
Sat, Oct 11 2025 9:47 AM
د خوست دوو ولسوالیو کې د چرګانو ۲۶ فارمونه د فعالیت قانوني اجازه لیکونه تر لاسه کړل

۱۷ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ عمومي مدیریت له لوري ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې د چرګانو ۲۶ فارمونو ته د فعالیت اجازه‌نامې ورکړل شوې. دا بهیر د فارمونو د قانوني کېدو، د چرګانو د روغتیا خونديتوب او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت اړوند د مالدارۍ عمومي مدیریت د چرګانو، کبانو او ګټورو حشراتو مدیر محمد ایوب خاورین د اسمعیل خیلو او مندوزیو او ځاځي میدان ولسوالیو په سیمو کې د چرګانو ۲۶ فارمونه وڅېړل او د فعالیت قانوني اجازه‌نامې یې ورکړې.
د فارمونو د ارزونې او څارنې پر مهال، نوموړي د فارم‌دارانو سره د فارم د سمې روزنې او مدیریت، د چرګانو د روغتیا ساتنې، د نظافت د اصولو پلي کولو، د واکسینو د تطبیق، د حرارت درجې د کنټرول او د خوراک او پاکوالي د معیارونو په اړه تخنیکي لارښوونې او مسلکي مشورې شریکې کړې.
د ارزونې پر بنسټ، د ډېری فارمونو وضعیت له روغتیایي پلوه د اطمینان وړ بلل شوی؛ خو یو شمېر فارم‌دارانو ته د اصلاح او پرمختګ سپارښتنې هم شوې دي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، دا څارنې او اجازه‌نامې نه یوازې د فارمونو قانوني فعالیت یقیني کوي، بلکې د چرګانو د روغتیا، د تولید د زیاتوالي او د مالدارۍ سکتور د لا پیاوړتیا لپاره هم مهم ګام بلل کېږي.


۲۶ فارم مرغداری در دو ولسوالی خوست جواز فعالیت قانونی دریافت کردند
۱۷ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست از طریق مدیریت عمومی مالداری، برای ۲۶ فارم مرغداری در دو ولسوالی این ولایت جواز فعالیت قانونی صادر کرد. این روند با هدف قانونی‌سازی فارم‌ها، تأمین سلامت مرغ‌ها و تقویت سکتور مالداری انجام شده است.
محمد ایوب خاورین، مدیر مرغ‌ها، ماهی‌ها و حشرات مفید در مدیریت عمومی مالداری مربوط به آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت خوست، از فارم‌های مرغداری در ولسوالی‌های اسمعیل‌خیل و مندوزی و نیز ځاځي میدان بازدید نموده و جواز فعالیت قانونی آنان را صادر کرد.
در جریان ارزیابی و نظارت از فارم‌ها، وی به فارم‌داران در زمینه تربیه و مدیریت درست فارم، حفظ صحت مرغ‌ها، رعایت اصول نظافت، تطبیق واکسین، کنترول درجه حرارت و رعایت معیارهای تغذیه و پاکیزگی، مشوره‌های تخنیکی و رهنمایی‌های مسلکی ارائه نمود.
براساس ارزیابی‌ها، وضعیت بیشتر فارم‌ها از لحاظ صحی رضایت‌بخش گزارش شده، اما برای شماری از فارم‌داران نیز توصیه‌هایی جهت اصلاح و بهبود وضعیت ارائه گردید.
مسئولان ریاست زراعت خوست می‌گویند که این نظارت‌ها و صدور جوازها نه‌تنها زمینه فعالیت قانونی فارم‌ها را فراهم می‌سازد، بلکه در بهبود صحت مرغ‌ها، افزایش تولیدات و تقویت بیشتر سکتور مالداری نیز نقش مهمی دارد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS