پکتیکا کې زرګونو څارویو ته د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
Sat, Oct 11 2025 9:45 AM
پکتیکا کې زرګونو څارویو ته د واکسینو کمپاین پیل شو

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د وېش او تطبیق کمپاین په رسمي ډول پرانیستل شو.
دا پروګرام د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر د مالدارۍ آمریت کارکوونکو او د سیمه ییزو وترنرۍ کلینیکونو ډاکټرانو په شتون کې په رسمي دول پیل شو.
د پکتیکا ولایت دکرنې رییس مولوی لعل محمد ګوهر په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې کمپاین کې به ۸۰ زره ډوزه واکسین د کرنې وزارت له لارې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په تخنیکي او مالي همکارۍ، د ولایتي کچې د سیمه ییزو وترنرۍ کلینیکونو له لارې په  مرکز او ټولو ولسوالیو کې تطبیق شي.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي زیاته کړه، چې د واکسین د تطبیق سره به د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او ترڅنګ به یې د څارویو د مړینې کچه به راکمه شي .
دا پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د انډولیزې پراختیا د ستراتیژۍ برخه ده، چې په هېواد کې د مالدارۍ د سکتور اقتصادي پیاوړتیا په پار ترسره کېږي.


آغاز کمپاین واکسین برای هزاران رأس حیوان در ولایت پکتیکا
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا کمپاین واکسیناسیون حیوانات کوچک نشخوارکننده را علیه بیماری طاعون به‌گونه رسمی آغاز کرد.
این برنامه با حضور مولوی لعل محمد گوهر رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا، کارمندان آمریت مالداری و داکتران کلینیک‌های محلی وترنری رسماً افتتاح گردید.
مولوی لعل محمد گوهر رئیس زراعت پکتیکا در سخنانش گفت که در این کمپاین ۸۰ هزار دوز واکسین از طریق وزارت زراعت و با همکاری تخنیکی و مالی اداره غذا و زراعت ملل متحد (FAO) در مرکز و تمام ولسوالی‌های ولایت، از طریق کلینیک‌های محلی وترنری تطبیق خواهد شد.
مسئولان ریاست زراعت پکتیکا افزودند که با تطبیق این واکسین‌ها، از شیوع بیماری طاعون جلوگیری شده و سطح تلفات حیوانی کاهش خواهد یافت.
این برنامه بخشی از استراتیژی انکشاف متوازن وزارت زراعت، آبیاری و مالداری است که با هدف تقویت اقتصادی سکتور مالداری در سراسر کشور عملی می‌گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS