په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نندارتون څخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستیال لیدنه

mail-admin
Sat, Oct 04 2025 10:51 AM
په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نندارتون څخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستیال لیدنه

۱۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، دکابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د کرنې وزارت یو شمېر رییسان هم حضور درلود.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د معرفي او بازارموندنې په موخه د کرنې او مالدارۍ درې دېرشم نندارتون د کابل په بادام باغ کې د روان کال د تلې له نهمې تر دولسمې نېټې د څلورو ورځو لپاره دایره کړې ده، چې د کورنیو محصولاتو د سوداګرۍ د ودې او د بزګرانو د ملاتړ لپاره یو مناسب فرصت رامنځ ته شوی دی.
د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې د دې ډول پروګرامونو ترسره کول د تجربو د تبادلې، د بېلابېلو ادارو د همکارۍ د جلب او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د نوو کاري فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابروي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS