د کرنې او مالدارۍمرستیال کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون څخه لیدنه

۱۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
١۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني، د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د غرفه لرونکو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې. نوموړي همدارنګه د فعالیتونو د لا ښه کېدو او د ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې هم وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو ملاتړ وباله او د نندارتون د ترسره کوونکو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې غرفه لرونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خزاني نندارتون یوه ارزښتمنه موقع بلله چې د هېواد تولیدات ملي او نړۍوالو سوداګرو ته ور وپېژندل شي، او له غرفه لرونکو یې وغوښتل، چې خپل معیاري او لوړ کیفیت لرونکي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون، چې ۲۶۳ غرفې پکې شاملې دي؛ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو، لاسي صنايعو او نورو کورنیو تولیداتو په ګډون، د روان کال د تلې له ۹مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شوی او د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی.