هملند کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
Sun, Sep 28 2025 1:51 PM
هملند کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو څارویو د «پي.پي.آر» طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو.
یاد واکسین چې ټولټال ۸۰ زره ډوزه دی، د ۱۴ سیمه ییزو وټرنر ډاکټرانو له لوري عملي کېږي او په ترڅ کې به یې اتیا زره وړې وزې او پسونه واکسین شي. دغه پروسه د هلمند ولایت د مرکز تر څنګ په ۱۲ولسوالیو کې ترسره کېږي 
یاد کمپاین د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمریت تر چتر لاندې، د ځانګړو روزل شوو تخنیکي کارکوونکو له‌خوا عملي کېږي. د کمپاین موخه د دې وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي کول او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړي کول، بلل شوي دي.
د واکسین لړۍ به په شفاف، منظم او پراخ ډول ټولو سیمو ته وغځېږي او تمه ده، چې دا بهیر د مالدارۍ سکتور د پراختیا، د څارویو د مرګ ژوبلې د کمېدو او د څارویو تولیداتو د زیاتوالي سبب شي.

آغاز کمپاین واکسین بیماری طاعون حیوانات کوچک در هلمند
۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند با همکاری سازمان غذا و زراعت ملل متحد، کمپاین واکسین بیماری طاعون حیوانات کوچک «پی.پی.آر» را در این ولایت آغاز نمود.
این واکسین که در مجموع ۸۰ هزار دوز می‌باشد، توسط ۱۴ داکتر وترنری محلی تطبیق می‌گردد و در جریان آن ۸۰ هزار بزغاله و گوسفند واکسین خواهند شد. این روند علاوه بر مرکز هلمند در ۱۲ ولسوالی دیگر نیز عملی می‌شود.
کمپاین متذکره تحت چتر آمریت مالداری و صحت حیوانی، توسط کارمندان تخنیکی آموزش‌دیده تطبیق می‌گردد. هدف این کمپاین جلوگیری از این بیماری کشنده، حفظ صحت حیوانات و تقویت وضعیت اقتصادی مالداران عنوان شده است.
سلسله واکسین به‌گونه شفاف، منظم و گسترده به همه مناطق تطبیق خواهد شد و انتظار می‌رود که این روند سبب انکشاف سکتور مالداری، کاهش تلفات حیوانی و افزایش تولیدات حیوانی گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS