د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي: درېیم فارم څخه به سږکال ۶۰ ټنه مۍ ترلاسه شي 

mail-admin
Tue, Sep 23 2025 10:52 AM
ننګرهار کې د څه باندې ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د رشقې تخم او کرنیز وسایل ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د درېیم فارم چارواکي وایي، سږ کال په دغه فارم کې شاوخوا ۴۵۲ جریبه ځمکه د مۍ (ماش) د کرلو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د کرنیزو اټکلونو له مخې به ترې نږدې ۶۰ ټنه حاصل ترلاسه شي.
د درېیم فارم امر مولوي محمد ګل مطمئن د معلوماتو له مخې، د کرنیز شرکت له خوا پر ۱۵۲ جریبه ځمکه مۍ کرل شوې، چې د شاوخوا ۲۰ ټنه حاصلاتو تمه ترې کېږي. په ورته وخت کې، پر پاتې ۳۰۰ جریبه ځمکه اجاره‌ لرونکو بزګرانو کښت کړی، چې له دې برخې څخه به نږدې ۴۰ ټنه حاصل ترلاسه شي.
مۍ (ماش) د لوړ غذایي ارزښت له امله یو مهم کرنیز نبات بلل کېږي، چې هم د کورني مصرف لپاره ځانګړی اهمیت لري او هم د بازار لپاره د پام وړ اقتصادي ارزښت لري.
مسوولین وایي، د دې حاصلاتو زیاتوالی به د بزګرانو د عوایدو په لوړولو او د کرنیزو محصولاتو په تنوع کې مثبت بدلون راولي.

مسوولان شرکت زراعتی وادی ننگرهار: امسال از فارم سوم ۶۰ تُن ماش به‌دست خواهد آمد
۱ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولین شرکت زراعتی وادی ننگرهار می‌گویند در فارم سوم این شرکت، امسال حدود ۴۵۲ جریب زمین به کشت ماش اختصاص یافته است که بر اساس برآوردهای زراعتی، نزدیک به ۶۰ تُن حاصل از آن برداشت خواهد شد.
به گفته مولوی محمدگل مطمئن، آمر فارم سوم، این شرکت به‌طور مستقیم در ۱۵۲ جریب زمین ماش کشت کرده که انتظار می‌رود حدود ۲۰ تُن حاصل به‌دست آید. همچنان در ۳۰۰ جریب دیگر، دهقانان اجاره‌دار کشت انجام داده‌اند که از این بخش نیز حدود ۴۰ تُن برداشت خواهد شد.
ماش به دلیل ارزش بالای غذایی، یک محصول مهم زراعتی به‌شمار می‌رود که هم برای مصرف داخلی اهمیت ویژه دارد و هم در بازار دارای ارزش اقتصادی قابل توجه است.
مسئولین می‌افزایند افزایش این محصول، در بهبود عواید دهقانان و تنوع محصولات زراعتی نقش مثبت خواهد داشت.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS