د کرنې وزارت لخوا ماليې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۳۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د ماليې وزارت د ګمرکونو د پراختیا او ساتنې رييس مسلم خاکسار ګډون درلود د اراضۍ رياست لخوا مالیې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه
ياده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته د هرات ولايت کهسان ولسوالۍ کې په ۲۰۶۰ جريبه ځمکه باندې او د نيمروز ولايت مرکز دلارام کې په ۵۰ جريبه ځمکه باندې د ګمرکونو د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ماليې وزارت د ګمرکونو د پراختیا او ساتنې رييس مسلم خاکسار ترمنځ لاسلیک شوه.