کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې

mail-admin
Mon, Sep 22 2025 2:23 PM
کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې

۳۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې په کندهار ولایت کې پیل شوې وې، چې رغنیزې چارې یې ۴۰ سلنه بشپړې شوي دي.
یادې شنې خونې د کندهار ښار ترڅنګ په دامان، تخته‌پل، ارغستان، سپین‌بولدک، پنجوايي، ارغنداب، معروف، ژړۍ، خاکریز، لوړ شاولیکوټ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو کې جوړېږي. هره شنه خونه به د اوبو لویه زېرمه، لمریزې هندارې، د اوبو ماشین او یو منظم اوبو لګولو سیستم ولري.
دکندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس‌الرحمن موسی، وایي چې د شنو خونو د سروی، نوم‌لیکنې او د مستحقو بزګرانو د انتخاب پروسه بشپړه شوې ده. د دې پروژې ټول مستفیدین بېوزله او اړمن بزګران دي، چې د شنو خونو څخه به مستقیمه ګټه پورته کړي او په ژمي کې به د سبو کرنه ترسره کړي.
د پروژې موخې د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کول، د کوکنارو لپاره بدیل معیشت برابرول، د ژمي په موسم کې د سبو تولید زیاتول، میکانیزه کرنې ته وده ورکول، او په لیرې پرتو سیمو کې د بزګرانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.


کار ساخت ۱۰۰ سبزخانه در کندهار ۴۰ درصد پیشرفت کرده است
۳۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار و با حمایت مالی برنامه انکشافی ملل متحد (UNDP)، کار ساخت ۱۰۰ سبزخانه به ارزش بیش از ۱۲ میلیون افغانی در ولایت کندهار آغاز شده بود که تاکنون ۴۰ درصد آن تکمیل گردیده است.
این سبزخانه‌ها در کنار شهر کندهار، در ولسوالی‌های دامان، تخته‌پل، ارغستان، اسپین‌بولدک، پنجوایی، ارغنداب، معروف، ژړۍ، خاکریز، لوړه شاولی‌کوت و کښته شاولی‌کوت اعمار می‌گردند. هر سبزخانه دارای ذخیره بزرگ آب، کلکتورهای لمری، ماشین آب و سیستم منظم آبیاری خواهد بود.
مولوی شمس‌الرحمن موسی آمر امور زراعتی ریاست زراعت کندهار می‌گوید که روند سروی، ثبت‌نام و انتخاب دهقانان مستحق تکمیل گردیده است. تمام مستفیدین این پروژه دهقانان بی‌بضاعت و نیازمند اند که به طور مستقیم از سبزخانه‌ها استفاده خواهند کرد و در فصل زمستان به کشت سبزیجات خواهند پرداخت.
اهداف این پروژه بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان، فراهم‌سازی بدیل معیشت به جای کشت کوکنار، افزایش تولید سبزیجات در زمستان، رشد زراعت میکانیزه و ایجاد فرصت‌های کاری برای دهقانان در مناطق دوردست عنوان شده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS