لغمان کې درې معیاري سړې خونې تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شول

mail-admin
Sat, Sep 20 2025 10:57 AM
لغمان کې درې معیاري سړې خونې تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شول

۲۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې دمېوو او ترکاریو درې معیاري سړې خونې تر بیارغونې وروسته اوس ګټې اخیستنې لپاره چمتو دي.
دغه سړې خونې دلغمان مرکز مهترلام ښار او د علینگار او قرغه‌ي ولسوالیو کې موقعیت لري او هر یو یې د ۱۸۰ متریک ټنو مېوو او ترکاریو د ساتلو ظرفیت لري. د مسوولینو په وینا، د دغو سړوخونو د بیارغونې لګښت د کرنې وزارت له پراختیایي بودجې څخه برابر شوی او شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د لغمان د کرنې ریاست وايي، دغه سړې خونې د بزګرانو د محصولاتو د ساتلو لپاره جوړ شوي، څو مېوې او سابه په مناسب وخت او مناسبه بیه بازار ته وړاندې شي. هره سړه خونه درې خونې لري او د خصوصي سکتور لپاره د اجارې او قرارداد په پار چمتو دي. 
لغمان د «افغانستان د سبو پلازمېنې» په نوم شهرت لري او د کابل د اوسېدونکو د اړتیا وړ سبو لویه برخه له همدې ولایت څخه تأمینېږي. چارواکي زیاتوي، چې له دغو سړوخونو څخه ګټې اخیستل به د بزګرانو او بڼوالو په اقتصاد کې د پام وړ ښه والی رامنځته کړي او د خلکو د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې به مرسته وکړي.


سه سردخانه معیاری در لغمان ترمیم و آماده بهره‌برداری شد
۲۴ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری لغمان اعلام کرده است که کار ترمیم سه سردخانه میوه و ترکاری در این ولایت تکمیل و آماده بهره‌برداری می‌باشد.
این سردخانه‌ها در شهر مهترلام و ولسوالی‌های الینگار و قرغه‌ای موقعیت دارند و هر یک ظرفیت ۱۸۰ متریک تن را دارا است. به گفته مسئولان، هزینه ترمیم این سردخانه‌ها از بودجه انکشافی وزارت زراعت تأمین شده و به ۴۱ میلیون افغانی می‌رسد.
ریاست زراعت لغمان می‌گوید این سردخانه‌ها برای نگهداری محصولات دهقانان ساخته شده‌اند تا میوه و سبزی در فصل مناسب و با قیمت مناسب به بازار عرضه شود. هر سردخانه دارای سه اتاق بوده و آماده اجاره و قرارداد برای سکتور خصوصی می‌باشد.
لغمان به «پایتخت سبزی‌های افغانستان» شهرت دارد و بخش بزرگی از سبزی مورد نیاز باشنده‌گان کابل از این ولایت تأمین می‌شود. مسئولان می‌افزایند که بهره‌برداری از این سردخانه‌ها به بهبود اقتصاد دهقانان و باغداران و تأمین نیاز خوراکی مردم کمک خواهد کرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS