کابل کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, Sep 16 2025 3:12 PM
کابل کې د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ رغنیزې چارې پیل شوې

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې سکتور د یو شمېر رییسانو او سلاکارانو او د دې صندوق د چارواکو په شتون کې د کابل ښار د بادام باغ څېړنیز فارم په سیمه کې کېښودل شوه.
د غونډې په پیل کې، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې دغه صندوق تر دې مخکې په کرايي ودانیو کې فعالیت کاوه او د نوې ودانۍ جوړېدل به ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
وروسته، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د دې ودانۍ جوړېدل د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د کرنې او مالدارۍ صندوق به د دایمي دفتر په لرلو سره وکولی شي، چې د مرابحې، وکالې، مضاربت او مشارکت برخو کې لا ښه خدمات وړاندې کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې یاد صندوق په تېرو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سترې پانګونې زمینه برابره کړې ده او باید هڅې وشي، چې هېواد له وارداتي تړاو څخه صادراتي بڼې ته واوړي.
په دوام کې، د سن‌ټاور شرکت استازی انجنیر نورالحق شفق، چې د دې ودانۍ د جوړولو مسوولیت لري، ژمنه وکړه چې ودانۍ به په ټاکلي وخت کې بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
یاده ودانۍ په پنځو پوړونو کې د ۶۹ میلیونو افغانیو په لګښت د کابل د بادام باغ څېړنیز فارم کې جوړېږي، چې د جوړولو چارې به یې ۱۸ میاشتې وخت ونیسي.


اعمار تعمیر اداری صندوق وجهی انکشاف زراعتی در کابل آغاز شد
۲۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
سنگ تهداب تعمیر اداری صندوق وجهی انکشاف زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، شماری از روئساو  مشاوران سکتور زراعت و مسوولان این صندوق در محوطه فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل گذاشته شد.
در آغاز محفل، انجینر عبدالغفور غفاری رئیس صندوق وجهی انکشاف زراعتی ضمن خوش‌آمدید به مهمانان گفت که این صندوق پیش از این در تعمیرهای کرایی فعالیت می‌کرد و اعمار ساختمان جدید برای آن سهولت‌های لازم را فراهم خواهد ساخت.
سپس مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری اعمار این تعمیر را گام مهمی در راستای حمایت از دهقانان و مالداران دانست و افزود که صندوق زراعت و مالداری با داشتن دفتر دایمی می‌تواند در بخش‌های مرابحه، وکاله، مضاربت و مشارکت خدمات بهتری ارائه کند. او تاکید کرد که این صندوق در سال‌های گذشته در ولایات مختلف کشور زمینه سرمایه‌گذاری‌های بزرگ را فراهم کرده است و باید تلاش شود تا کشور از وابستگی وارداتی به صادراتی تغییر یابد.
در ادامه، انجینر نورالحق شفق نماینده شرکت سن‌تاور که مسوولیت ساخت این تعمیر را به عهده دارد، تعهد سپرد که ساختمان در زمان تعیین‌شده تکمیل و آماده بهره‌برداری خواهد شد.
این تعمیر در پنج طبقه و با هزینه بیش از ۶۹ میلیون افغانی در محوطه فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل اعمار می‌گردد که کار ساخته آن 18 ماه را در بر می گیرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS