کندهار څخه هند ته ۷۵ ټُنه هوږه صادره شوې

user-admin
Thu, Sep 11 2025 4:55 PM
کندهار څخه هند ته ۷۵ ټُنه هوږه صادره شوې


۲۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې له دغه ولایت څخه په ټولییزه توګه ۷۵ ټُنه هوږه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته صادره شوې ده.
د چارواکو په وینا، دا صادرات د کندهارد کرنې ریاست او سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه هوږه د کندهار د دامان، ژړۍ، میوند، ډنډ، بولدک، شاولیکوټ او یوشمېر نورو ولسوالیو څخه راټول شوې وه او د ایران د چابهار بندر په واسطه هند ته صادره شوه.
د چارواکو په خبره د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو خرابوالي له امله د واګه بندر د سوداګرۍ دروازه تړل شوې، خو اوس د کندهار له لارې د کرنیزو محصولاتو صادرات بېرته فعال شوي دي.
باید وویل شي، چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې له کندهار څخه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته ۱۲۵ ټُنه مڼې هم صادرې شوې وې.


صدور ۷۵ تُن سیر از کندهار به هند
۲۰ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار اعلام کردند که از این ولایت به‌طور مجموعی ۷۵ تُن سیر از طریق بندر چابهار ایران به هند صادر شده است.
به گفته این مسئولان، این صادرات با همکاری مشترک ریاست زراعت کندهار و اتاق تجارت انجام شده است. سیر صادرشده از ولسوالی‌های دامان، ژری، میوند، دند، بولدک، شاولیکوت و چند ولسوالی دیگر جمع‌آوری گردیده و از طریق بندر چابهار ایران به هند ارسال شده است.
مسئولان خاطرنشان کردند که به دلیل تنش‌های سیاسی میان هند و پاکستان، بندر واگه برای تجارت بسته شده بود، اما اکنون صادرات محصولات زراعتی از مسیر کندهار دوباره فعال شده است. پیش از این، نزدیک به یک هفته قبل نیز ۱۲۵ تُن سیب از کندهار به هند صادر شده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS