جوزجان ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر 

mail-admin
Wed, Sep 10 2025 8:44 AM
جوزجان ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر 

د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشري یو پلاوی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیاني او ولي وزیري، په ملتیا جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د حیواني روغتیا، د مالدارۍ خدمتونو، د ځمکو او کرنیزو چارو د تنظیم او همدارنګه د کرنیز سکتور په بېلابېلو برخو خبرې وشوې. د کرنې وزارت پلاوي ټینګار وکړ، چې د جوزجان ولایت لپاره ځانګړې شوې پرمختیايي پروژې باید په سمه توګه او پر ټاکلي وخت عملي شي.
د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس له مسؤلینو وغوښتل، چې د مالدارۍ سیستمونه، مسلخونه او د لبنیاتو تولید معیاري کړي.
په همدې مهال، د جوزجان دکرنې رییس، د کرنې وزارت د پلاوي هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په یادو برخو کې به لازمې همکارۍ ترسره کړي.

سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت  جوزجان
هیئتی به سرپرستی مفتی ذاکرالله ذاکر  رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، همراه با میرویس خوگیانی و ولی وزیری مشاورین مقام  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت جوزجان سفر کرد و با کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار نمود.
در این دیدار روی مسایل مرتبط به صحت حیوانی، خدمات مالداری، تنظیم امور اراضی و زمین‌داری و همچنان بخش‌های مختلف سکتور زراعت گفتگو صورت گرفت. هیئت وزارت زراعت تأکید کرد که پروژه‌های انکشافی اختصاص‌یافته برای ولایت جوزجان باید به‌گونه درست و در زمان معین تطبیق گردد.
رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی نیز از مسئولان بخش مالداری و صحت حیوانی خواست تا سیستم‌های مالداری، مسلخ‌ها و تولید لبنیات را معیاری سازند.
در همین حال، رییس زراعت جوزجان از حضور هیئت وزارت زراعت استقبال کرد و اطمینان داد که همکاری لازم را در زمینه‌های یادشده انجام خواهد داد.a

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS