د پکتیکا ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

mail-admin
Tue, Sep 09 2025 2:10 PM
رئیس جدید زراعت ولایت پکتیکا معرفی شد

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي لعل محمد ګوهر د پکتیکا د کرنې د رییس په توګه وګمارل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
د پکتیکا ولایت د نوي رییس د پېژندنې په مراسمو کې د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد، مرستیال والي او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو کډون درلود.
د پکتیکا والي په خپلو خبرو کې وویل، چې ادلون بدلون د اسلامي امارت په نظام کې د شریعت یو مهم اصل دی او د همدې بنسټ پر اساس مولوي لعل محمد ګوهر چې، مخکې یې د خوست ولایت د فرمانونو د څار او تعقیب د رییس په توګه کار کاوه، د پکتیکا د کرنې رییس وټاکل شو.
هغه ټینګار وکړ چې مسؤلین باید د شریعت د رهنمودونو او اداري اصولو پر بنسټ په اخلاص دندې ترسره کړي څو خلکو ته اغېزمن خدمتونه ورسوي.
دغه راز د پکتیکا دکرنې مخکینی رییس مولوی محمد زمان عمري کارونه او وړتیاوې وستایل او ترې نه مننه وکړه، چې د یاد ولایت دکرنې او مالدارۍ په برخه کې یې هلې ځلې کړي دي او ترڅنګ یې نوی رییس ته د ښه خدمت د توفیق غوښتنه وکړه.
باید وویل شي، چې مولوي لعل محمد ګوهر تر دې وړاندې د خوست ولایت د فرمانونو د څار او تعقیب د رییس په توګه دنده ترسره کوله.


رئیس جدید زراعت ولایت پکتیکا معرفی شد
۱۸ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم ریاست‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان، مولوی لعل‌محمد گوهر به‌عنوان رئیس زراعت ولایت پکتیکا تعیین شد و رسماً کار خود را آغاز کرد.
در مراسم معرفی رئیس جدید زراعت پکتیکا، والی این ولایت ملا عبدالخالق عابد، معاون والی و شماری از مقامات محلی حضور داشتند.
والی پکتیکا در سخنان خود گفت که تغییر و تبدیل یکی از اصول مهم شریعت در نظام امارت اسلامی است و بر همین اساس مولوی لعل‌محمد گوهر که پیش‌تر به‌عنوان رئیس تعقیب و نظارت فرمان‌ها در ولایت خوست ایفای وظیفه می‌کرد، به‌عنوان رئیس زراعت پکتیکا مقرر شد.
او تأکید نمود که مسئولان باید بر اساس رهنمودهای شریعت و اصول اداری با اخلاص وظایف‌شان را انجام دهند تا خدمات مؤثر به مردم ارائه گردد.
همچنین، رئیس پیشین زراعت پکتیکا مولوی محمد زمان عمری به‌خاطر تلاش‌ها و فعالیت‌هایش در بخش زراعت و مالداری این ولایت قدردانی و از وی تشکر شد و برای رئیس جدید آرزوی توفیق در انجام خدمات نیک گردید.
قابل یادآوری است که مولوی لعل‌محمد گوهر پیش از این در ولایت خوست به‌عنوان رئیس تعقیب و نظارت فرمان‌ها ایفای وظیفه می‌کرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS