زعفرانو دودولو په پار هڅې؛ فراه کې د زعفرانو پیاز ووېشل شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (ډی،آر،سي) کمېټې او (راډا) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز کې پر یوشمېر کروندګرو د زعفران پیاز وېشلي دي.
د فراه د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر ۵۰ بزګرانو د زعفرانو پیاز، توره او سپینه سره او دغه راز د زعفرانو د کرکېلي او ټولولو توکي وېشل شوي دي، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکیلې دودل دي.
فراه د زعفرانو تولید لپاره مناسب اقلیم لري، چې تر دې مخکې هم په دې ولایت کې د زعفرانو کرودې ښه پایله ورکړې وه.