ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

mail-admin
Sat, Sep 06 2025 1:44 PM
ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ او روداتو ولسوالیو کې ۱۲۰  تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د «ډاکار» مؤسسې په همکارۍ د هسکې مېنې، رودات او کوټ ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې ۱۲۰  تنو هغو بزګرانو ته چې څه موده وړاندې ورته کورنۍ باغچې جوړې شوي وي اوسمهال ورته ۴۲ قلمه کرنیز وسایل، کیمیاوي سرې، د سبو اصلاح شوي تخمونه او د پروسس (اچار او مربع) جوړولو کڅوړې ورکړل شوې.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې د دې وسایلو د وېش موخه په کور دننه د تازه سبو تولید، کاري فرصتونو برابرول او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
د «ډاکار» مؤسسې د کرنې او مالدارۍ برخې مسؤل انجنیر جواد الله رفیقي وویل، چې په نږدې راتلوونکي کې به د یادو ولسوالیو له نورو بزګرانو او مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې هم مرستې ترسره کړي.

در ننگرهار به ۱۲۰ دهقان وسایل زراعتی کمک شد
۱۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
به تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و با حمایت فنی مؤسسه خیریه «داکار» و حمایت مالی «دانیدا»، به ۱۲۰ تن از دهقانان در ولسوالی‌های هسکه مینه، کوټ و رودات، وسایل زراعتی کمک شد.
مولوی محمد ولی محسن، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، گفت که در همکاری با مؤسسه «داکار»، در روستاهای مختلف ولسوالی‌های هسکه مینه، رودات و کوت، به ۱۲۰ دهقانی که مدتی پیش برای آنان باغچه‌های خانوادگی ساخته شده بود، ۴۲ قلم وسایل زراعتی، کود کیمیاوی، بذر اصلاح‌شده سبزیجات و بسته‌های فرآوری (ترشی و مربا) داده شد.
آقای محسن افزود که هدف از توزیع این وسایل، تولید سبزیجات تازه در منزل، ایجاد فرصت‌های شغلی و تأمین امنیت غذایی است.
انجنیر جواد الله رفیقی، مسئول بخش زراعت و مالداری مؤسسه «داکار»، گفت که در آینده نزدیک، کمک‌هایی مشابه به سایر دهقانان و مالداران این ولسوالی‌ها نیز در بخش‌های مختلف ارائه خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS