کندهار کې پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو وچوونکي توکي ووېشل شول

content_admin
Tue, Dec 17 2019 3:14 PM
کندهار کې پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو وچوونکي توکي ووېشل شول


۲۶ لېندۍ ۱۳۹۸
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت پر یوشمېر بزګرو د مېوو او سبو وچوونکي توکي وېشل شوي دي. دغه توکي د «M.C» موسسې په همکارۍ پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
د دغو توکو وېش څخه موخه د کرنیزو محصولاتو بیې لوړول، د خلکو لپاره کاري زمینې برابرول او د بېوزلو او بې سرپرستو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.
په هغه غونډه کې چې، ددغو توکو د وېش په پار جوړه شوې وه د کندهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې مېوه او سابه تر حاصل وروسته په ډېره ټېټه بیه په بازار کې پلورل کیږي او یا هم خوڅاکیږي. دوی وویل چې، تر دې وروسته به له دې پروژې څخه برخمن شوي بزګران و کولای شي چې، د دغو وچوونکو توکو په واسطه مېوه او سابه وچ او پروسس کړي او حتا کولای شي چې، د ژمي په موسم کې هم ورڅخه ګټه پورته کړي.
باید وویل شي کوم بزګران چې دغه توکي یې ترلاسه کړي دي له توکو څخه د ښه ګټې اخیستنې په موخه روزل شوي هم دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS