دهلمند سنګین ولسوالی کې لسګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي
۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي او د جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سنګین په ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشي.
د چارواکو په خبره ددغو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش په پار د سروې چارې پیل شوي، چې تر دې دمه ۷۵ مستحق بزګران ثبت شوي دي.
په دغه پروسه کې هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په دې ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دیادوني وړ ده، چې دغه پروسه به په نورو ولسوالیو کي هم پلي شي، چې زرګونه بزګران به له دغو مرستو برخمن شي.