دهلمند نهرسراج ولسوالی کې د ۷۶ بابه دوکانونو د رغولو چارې ودرول شوې

۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د نهرسراج ولسوالی په اړوند سیمه کې د ۷۶ بابه نوو دوکانونو د غیرقانوني رغولو چارې ودرول شوې.
یاد دوکانونه پر هغه امارتي ځمکه جوړېدل، چې ملکیت یې د کرنې ریاست اړوند دی، خو تر اوسه پورې هېڅ کومې ادارې ته نه دی انتقال شوي.
دغه اقدام د نهرسراج ولسوالی د کرنې مدیریت او امنیتي ادارو په همغږۍ ترسره شوی، څو د امارتي ځمکو د غصب او ناقانونه استفادې مخه یې ونیول شي.
یاده ځمکه د کندهار ـ هلمند پر عمومي سړک موقعیت لري، چې له سوداګریز پلوه ډېر ارزښت لري او په وروستیو کې یې د رغونې چارې د ځینو اشخاصو لخوا پیل شوې وې.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې د امارتي ځمکو د ساتنې لپاره به دا ډول هڅې دوام ولري، او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د قانون خلاف عمل وکړي.