د  ننګرهار وادي کرنيز شرکت کې د ۳۷ کیلوواټه لمریز برېښنا نوی سیستم فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Mon, Jul 21 2025 11:13 AM
د  ننګرهار وادي کرنيز شرکت کې د ۳۷ کیلوواټه لمریز برېښنا نوی سیستم فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د انرژۍ د نوې بدیلې سرچینې د پراختیا په موخه، د ننګرهار وادي کرنيز شرکت لپاره د ۳۷ کیلوواټه ظرفیت لرونکی عصري لمریز برېښنا سیستم په بریالي ډول نصب، تخنیکي پړاوونه یې بشپړ، او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد سیستم د شرکت د داخلي ریاست، اړوندو دفترونو او د ادارې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی، چې له امله یې د برېښنا کمښت او نشتوالي اوږدمهاله ستونزه هواره شوې ده. د ننګرهار وادي کرنيز شرکت د کرنیزو چارو رییس انجنیر ظریف وايي، د دغه سیستم فعالېدو سره به د ادارې کاري بهیر له ځنډ او خنډ پرته پرمخ ولاړ شي، د خدماتو کیفیت به لوړ شي او د کارکوونکو د فعالیت کچه به هم ښه شي.
انجنیر ظریف زیاتوي، چې څه باندې دوه کاله وړاندې هم ورته لمریز سیستم فعال شوی و، خو د تخنیکي نیمګړتیاوو او کمزورو وسایلو له امله یې د اړتیاوو پوره کولو توان نه درلود. دا ځل د عصري تخنیک او لوړ ظرفیت لرونکو وسایلو په کارولو سره، د سیستم ظرفیت ۳۷ کیلوواټه ته لوړ کړل شو چې د ادارې ټولې انرژۍ اړتیاوې به پوره کړي.
د ننګرهار وادي کرنيز شرکت مشرتابه دا یو مهم پرمختګ بولي چې نه یوازې د ادارې د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د دوامداره خدماتو وړاندې کولو او د نوې ټېکنالوژۍ د تطبیق په برخه کې یو مثبت ګام ګڼل کېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS