د فراه په ولایت کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه.ق
د فراه د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۳۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول. د دې پروګرام موخه د جوارو حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زدهکړې زمینه برابرول دي.
د یادې برنامې پر بنسټ، هر بزګر ته ۸ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۳۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره ورکړل شوه. دغه ننداریزې کروندې د فراه ولایت د فراه رود، بالابلوک، بکواه، خاکسفید، پشت رود، پشت کوه او شیب کوه په ولسوالیو کې جوړېږي.
یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، چې موخه یې د جوارو حاصل زیاتول او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زدهکړې زمینه برابرول دي.
دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زدهکړه هم وړاندې کوي.