د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چین هېواد له پلاوي سره وکتل

mail-admin
Wed, Jun 18 2025 3:58 PM
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چین هېواد له پلاوي سره وکتل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني، د چین د سفارت له اقتصادي او سوداګریز سلاکار «ما چنګ وانګ» او اقتصادي سکرتر «شو چنګ‌ژي» سره وکتل. په دې لیدنه کې د کابل او بلخ ولایتونو کې د مېوو د درېیو سړوخونو د جوړولو په اړه هوکړه وشوه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هېواد په کچه د سړو خونو د زېربناوو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او له چین څخه یې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. له بلې خوا، چيني پلاوي څرګنده کړه چې هېواد یې د افغانستان د کرنې پراختیا ته پوره پاملرنه لري او د معیاري سړو خونو د جوړولو لپاره چمتو دی، څو د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی وشي او د کرنیزو صادراتو بهیر پیاوړی شي.
دغه پروژې به د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د افغانستان د صادراتي بازارونو د پراختیا په موخه، د کرنې وزارت او د چین هېواد ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ پلي شي.


معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت با هیئتی از کشور چین دیدار کرد
۲۸ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و کفیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با هیئتی متشکل از مشاور اقتصادی و تجارتی «ماچنگوانگ» و سکرتر اقتصادی و تجارتی «شو چنگ‌ژی» از سفارت کشور چین دیدار کرد. در این دیدار روی ساخت سه سردخانه میوه‌جات در ولایت‌های کابل و بلخ توافق صورت گرفت.
معین  زراعت و مالداری وزارت زراعت بر ضرورت توسعه زیرساخت‌های سردخانه‌ای در افغانستان تأکید کرد و خواهان همکاری بیشتر کشور چین در بخش زراعت و مالداری شد. از سوی دیگر، هیئت چینی اعلام کرد که کشورشان به توسعه زراعت افغانستان اهمیت می‌دهد و آماده همکاری برای ساخت سردخانه‌های معیاری است تا از ضایعات محصولات جلوگیری شود و صادرات زراعتی تقویت گردد.
این پروژه‌ها به منظور بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین، حفظ محصولات زراعتی و توسعه بازارهای صادراتی افغانستان در همکاری و هماهنگی میان وزارت زراعت و کشور چین اجرا خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS