د نورستان دکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف،اې،او» له مرستیال او یوشمېر نورو چارواکو سره وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د نورستان دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف،اې،او» له فعالیتونو او پلي شویو پروژو څخه د مننې ته څرنګ دکرنې او مالدارۍ په برخه کې ددې ولایت شته ستونزې او ننګونې هم له دوی سره شریکې کړې.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف،اې،او» مرستیال ژمنه وکړه، چې یادې ستونزې په له ډونرانو سره شریکې او د حل په پار به یې هلې ځلې وکړي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف،اې،او» چارواکو ددې ولایت دکرنې، مالدارۍ او ځنګلونو په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې د ملي او نړۍوالو مؤسسو په مرسته ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې شته ستونزې هوارې او بزګرانو او مالدارانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.