د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

mail-admin
Sat, Jun 14 2025 4:00 PM
د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ.
دغه سفر د غنمو د پېرلو د مرکزي همغږۍ کمېټې د دندو د اډانې په ترڅ کې ترسره شو، چې په همدې موخه مولوي ضیاءالدین واقف د غنمو د بیو ارزونه، د طرزالعمل د شفاف تطبیق ډاډ، د مرکز او ولایتونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول، د مالي اسنادو ترتیب، او د غنمو پلورونکو ته د پیسو لېږد په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ. 
ښاغلي واقف د بلخ ولایت د کرنې ریاست له سرپرست مولوي عزم‌الدین سره په یوه ګډه ناسته کې ګډون وکړ، چې پکې د بیې ټاکنې کمېټې غړو هم حضور درلود. په ناسته کې د بلخ د کرنې ریاست ډاډ ورکړ چې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر به د منظور شوي طرزالعمل له مخې عملي کېږي، او یاد ریاست به له پلورونکو سره د مالي اسنادو د ترتیب او تادیاتو په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.


سفر رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت به ولایت بلخ جهت بررسی روند خریداری گندم مازاد دهاقین
۲۴ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
به منظور بررسی روند تطبیق طرزالعمل خریداری گندم مازاد دهاقین،  مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت بلخ سفر نمود.
در چارچوب وظایف کمیته هماهنگی مرکزی خریداری گندم، مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، به هدف بررسی نرخ‌ها، حصول اطمینان از شفافیت در روند تطبیق طرزالعمل، هماهنگی میان مرکز و ولایات، ترتیب اسناد مالی و انتقال مبالغ به فروشندگان، به ولایت بلخ رفته و در جلسه‌ای مشترک با سرپرست ریاست زراعت این ولایت اشتراک نمود.
این جلسه با حضور هیئت نرخ‌گیری و مولوی عزم‌الدین سرپرست ریاست زراعت ولایت بلخ، برگزار گردید. در این دیدار، ریاست زراعت بلخ اطمینان داد که روند خریداری گندم مازاد مطابق طرزالعمل تصویب‌شده اجرا خواهد شد و این ریاست همکاری همه‌جانبه در زمینه طی مراحل اسناد مالی و تادیات با فروشندگان خواهد داشت.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS