د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ترکيې د بشري مرستو مؤسسې له پلاوي سره وکتل

mail-admin
Wed, May 14 2025 1:11 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ترکيې د بشري مرستو مؤسسې له پلاوي سره وکتل

۲۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم»، د ترکيې د بشري حقونو، آزاديو او بشرپالو مرستو بنسټ (آی،اچ،اچ) له پلاوي سره وليدل او د کرنې، بشري مرستو، ودانیزو چارو او روغتيايي برخو کې د ګډو همکاريو په اړه خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال یاد پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، له افغانستان سره د ترکیې د دوامداره همکارۍ ستاینه وکړه. هغه زياته کړه، چې افغانستان په تېرو څلورو لسيزو کې له پرله‌پسې جګړو سره مخ و او اوس نړۍوالو مرستو او همکاریو ته جدي اړتیا لري. نوموړي دغه راز وويل، چې د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته په هېواد کې سراسري امنيت ټينګ شوی او دا خيريه او نړۍوالو مؤسسو لپاره د کار کولو غوره زمینه برابره کړې ده.
دغه ناسته، چې د کرنې وزارت په مقر کې دایره شوې وه، په ترڅ کې یې (آی،اچ،اچ)  د بنسټ مشر سليمان ايپلي، د دغه بنسټ د مرکزي شورا غړی يوسف بلينګين او علمي څېړونکی محمد فاتح برخه درلوده. د کرنې وزارت مرستیال د ترکيې له دوامداره مرستو مننه وکړه او په ټول هېواد کې د امنيت تر ټينګښت وروسته يې د نويو همکاريو پر فرصتونو ټينګار وکړ. 
د (آی،اچ،اچ)  بنسټ استازو په افغانستان کې د خپلو پراخو فعالیتونو په اړه راپو وړاندې کړل او ویې ويل، چې دوی له ۲۰۲۱ کال راهيسې په رسمي ډول په کابل کې فعاليت کوي او دوی د اقتصاد وزارت په همغږۍ په بېلابېلو کرنیزو برخو کې، لکه د اصلاح‌شوو تخمونو وېش، د بڼونو جوړول، د زعفران او زېتون ترويج او د بزګرانو ظرفيت لوړونه، کار کړی دی.
د کرنې وزارت مرستیال د یاد بنسټ له چارواکو وغوښتل، چې د چرګانو روزنې فارمونو، د ناروغيو درملنه، د سړو خونو جوړولو او د اصلاح‌شوو تخمونو ترويج کې خپلې همکارۍ پراخې کړي. په همدې حال کې د (آی،اچ،اچ)  بنسټ پلاوي ژمنه وکړه، چې راتلونکې کې به دکرنې وزارت سره خپلې همکارۍ روانې ساتي.
دغه ليدنه د خیر دعا سره پای ته ورسېده.


دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با هیئت مؤسسه کمک‌های بشری ترکیه
۲۴ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
ملا آغا جان آخند  «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با هیئتی از مؤسسه بنیاد حقوق بشر و آزادی‌ها و کمک‌های بشردوستانه ترکیه (IHH) دیدار و درباره همکاری‌های مشترک در بخش‌های زراعت، کمک‌های بشری، ساختمانی و صحی گفتگو کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت ضمن خوش‌آمدگویی به مهمانان، از همکاری‌های دوام‌دار کشور ترکیه با افغانستان قدردانی کرده، افزود که افغانستان طی چهار دهه گذشته شاهد جنگ‌های پی‌درپی بوده و اکنون نیاز شدید به کمک و همکاری‌های جهانی دارد. وی همچنین تأکید کرد که پس از استقرار امارت اسلامی، امنیت سرتاسری تأمین شده و فرصت خوبی برای کار نهادهای خیریه و مؤسسات بین‌المللی فراهم گردیده است.
در این نشست که در وزارت زراعت برگزار شد، سلیمان ایپلی رئیس مؤسسه  IHH، یوسف بلینگین عضو هیئت مرکزی این مؤسسه و محمد فاتح پژوهشگر علمی حضور داشتند. معین وزارت زراعت از کمک‌های دوام‌دار ترکیه به افغانستان تشکر کرده و بر فرصت‌های تازه همکاری پس از تأمین امنیت سرتاسری در کشور تأکید نمود.
نمایندگان مؤسسه IHH از فعالیت‌های گسترده‌شان در افغانستان گزارش داده، گفتند که از سال ۲۰۲۱ به‌طور رسمی در کابل فعالیت دارند. آن‌ها در هماهنگی با وزارت اقتصاد در بخش‌های گوناگون زراعتی، از جمله توزیع تخم‌های اصلاح‌شده، ایجاد باغ‌ها، ترویج زعفران و زیتون و ارتقای ظرفیت دهقانان فعالیت کرده‌اند.
معین وزارت زراعت خواستار گسترش همکاری‌ها در زمینه فارم‌های مرغ‌داری، درمان بیماری‌ها، ساخت سردخانه‌ها و ترویج تخم‌های اصلاح‌شده گردید. هیئت مؤسسه IHH نیز وعده سپرد در آینده همکاری‌های خود را با وزارت زراعت ادامه دهند. این دیدار با دعای خیر پایان یافت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS