د ننګرهار د کرنې رییس د نه انلوس مؤسسې مشرې سره وکتل

mail-admin
Mon, Apr 28 2025 10:12 AM
د ننګرهار د کرنې رییس د نه انلوس مؤسسې مشرې سره وکتل

۸ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د خپل کار په د فتر کې د نه انلوس مؤسسې له مشرې سوزانا او نورو همکارانو سره په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اړتیا پر اساس پروژو ډیزاین کولو، روانو او راتلوونکوفعالیتونوپه موخه وکتل.
د  ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په دې کتنه کې د ایټالیا هېواد او خلکو د مرستو څخه د مننې ترڅنګ خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او راتلوونکي پلانونه د مؤسسې له مسؤلینو سره شریکه کړه.
ښاغلي محسن له آغلې سوزانا څخه  په ننګرهار کې د ځنګلونو بیا رغولو، جلغوزیو، چهارمغزو او بېرو ځنګلونو د کرلو غوښتنه وکړه.
نوموړې همدارنګه د سړوخونو، شنوخونو جوړولو، بڼوالۍ، چکډېمونو جوړولو، اصلاح شوي تخمونو، خوسکیو او وزو وېش، واکسینونو او نورو برخو کې د همکاریو غوښتنه هم وکړه.
د ننګرهار دکرنې رییس دمؤسسې مسؤلینو ته په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې، د نه انلوس مؤسسې مسؤله سوزانا د ننګرهار د کرنې رییس د رغنیزو پلانونو درلودلو ستاینه وکړه او په مختلفو برخو کې  اړتیا ته په کتو د پروژو د ډیزاین او پلي کولو ژمنې وکړې.
آغلې سوزانا وویل، چې په نږدې راتلوونکي کې د ننګرهار په بهسود، کامه، سره رود او دره نور ولسوالیو کې ۱۷۶ ناچاره  او بي وزله مېرمنو ته د شېدو غواوې وېشي.
هغې زیاته کړه: «ستاسو د غوښتنواو وړاندیزونه په اساس به په راتلونکی کې په ننګرهار کې پروژې ډیزاین او پلي کړو.»
په یاده ناسته کې د ننګرهار د کرنې ریاست امرینو هم خپلي ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د مؤسسې مسؤلینو سره شریکې کړلې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS