لغمان کې د کوچي مالدارانو لپاره د څښاک اوبو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

mail-admin
Sat, Apr 26 2025 3:16 PM
لغمان کې د کوچي مالدارانو لپاره د څښاک اوبو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې ډي سي اې په مالي لګښت، د مرکز اړوند ماڼو سیمې مېشتو کوچي مالدارانو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.  
د پروژې د پرانستې مراسمو کې د لغمان د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد، د کرنې ریاست د مالدارۍ او څارویو روغتیا آمر ډاکټر جوادالله عليزاده، د طبیعي سرچینو آمر مولوي سمیع الحق شهامت، د هالینډ کمیټې مرکزي مسؤول ډاکټر قیومي، د یادې پروژې ولایتي مسؤول ډاکټر محمد بیدار سیرت او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی وو.  
د دې پروژې په ترڅ کې کوچي مالدارانو ته د اوبو دوه زېرمې او د څارویو دوه ابخورونه جوړ شوي، چې هره زېرمه نږدې ۳۱ متر مکعب اوبو ظرفیت لري. له دغو اسانتیاوو څخه به څه‌باندې ۱۲زره څاروي او ۱۵۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.  
د سیمې اوسېدونکو دا پروژه یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او څرګنده یې کړه چې د صحي او پاکو اوبو کمښت یې یوه لویه ستونزه وه، چې د دې پروژې په ګټې اخیستنې سره به دا ستونزه تر ډېره هواره شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS