د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مفید گروپ شرکت له مسؤل سره وکتل

user-admin
Wed, Apr 23 2025 2:54 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مفید گروپ شرکت له مسؤل سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مفید گروپ صنعتي او تولیدي شرکت له مسؤل قیس هاشمي سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې چې د یاد شرکت د فعالیتونو او تولیداتو په اړه ترسره شوه، د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل چې د وزارت اساسي موخه په معیاري ډول د کورني تولیداتو وده ده.
په همدې حال کې، قیس هاشمي څرګنده کړه، چې مفید گروپ شرکت له کرنیزو محصولاتو څخه په استفادې د چرګانو دانه، د څارویو خوراکه او د خوړو غوړي تولیدوي، چې دا کار د داخلي اقتصاد په پیاوړتیا او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مثبت رول لري.
د یادونې وړ ده، چې مفید گروپ شرکت د بلخ ولایت په دو راهۍ سیمه کې فعالیت کوي او له بزګرانو سره همکاري لري.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوول شرکت مفید گروپ
۳ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، با قیس هاشمی مسوول شرکت صنعتی و تولیدی مفید گروپ دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار که در مورد فعالیت‌ها و تولیدات این شرکت صورت گرفت، معین زراعت و مالداری گفت که هدف اساسی وزارت، رشد تولیدات داخلی به گونه معیاری است.
در همین حال، قیس هاشمی اظهار داشت که شرکت مفید گروپ با بهره‌گیری از محصولات زراعتی، دانه مرغ، خوراکه حیوانی و روغن خوراکی تولید می‌کند که در رشد اقتصاد داخلی و ایجاد فرصت‌های شغلی نقش مثبت دارد.
قابل یادآوری‌ست که شرکت مفید گروپ در دو راهی ولایت بلخ فعالیت دارد و با دهاقین همکاری می‌کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS